د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د انفلاسیون له امله سوداګرو عمومي اعتصاب کړی


په زرګونو پاکستاني سوداګرو د شنبې په ورځ سپتمبر دوهمه (وږي ۱۱) د انرژۍ او تېلو د لوړو بیو پر وړاندې په اعتراض کې خپل دوکانونه وتړل.

دغه پراخ سرتاسري اعتصاب چې لامل یې د ژوندانه د ورځنیو اړتیاو د لګښت او د انفلاسیون زیاتیدل دي د پاکستان د عمومي ټولټاکنو په درشل کې ترسره کیږي.

په پاکستان کې د څو لسیزو ناسم مدیریت او بې ثباتۍ ددې هیواد اقتصاد ګډوډ کړی دی. د برښنا او تیلو د بیو لوړول د پیسو د نړیوال صندوق (ای ام اف) د شرایطو څخه وو چې دې هیواد ته یې درې میلیارده ډالر پور برابر کړ. دا موافقه د روان کال په جولای میاشت کې وشوه او د پیسو نړیوال صندوق پر پاکستان فشار راوړ چې سخت اقتصادي اصلاحات پلي کړي.

د شنبې په ورځ په لاهور، کراچۍ او پېښور کې دوکانونه په پراخه کچه تړل شوي وو. د دې ښارونو په تړلو بازارونو کې، د "بیلونو غیر معقول زیاتوالي یا د بریښنا بیلونه او د مالیاتو زیاتوالي" شعارونه او پوسټرونه لګول شوي.

د لاهور ښار د سوداګرو د اتحادیې رئیس اجمل هاشمي، د فرانس پرس اژانس ته وویل: "هرڅوک په دې [اعتصاب] کې برخه اخلي ځکه چې اوس وضعیت د زغم وړ نه دی."

په پاکستان کې سوداګر ډېر قدرت لري او له دې سره چې راتلونکې میاشت په دغه هېواد کې ټولټاکنې کېږي، حکومت یوه مهمه دنده لري چې له یوې خوا خلک ځانته راجلب کړي او له بلې خوا د پیسو نړیوال صندوق پر وړاندې د خپلو اقتصادي اصلاحاتو ژمنتیا ته پابند اوسي.

د تاریخ په اوږدو کې پاکستان تل له خلکو او سوداګرو څخه نسبتاً کم مالیات راټول کړي دي. د ټیټومالیاتو ترلاسه کول د دې لامل شوي چې دا هیواد لوی بهرني پورونه واخلي او اوس د بهرنیو پورونو د ورکولو لار له ستونزو سره مخ ده.


خو په ورته وخت کې د پیسو نړیوال صندوق چې پاکستان ته اصلي پور ورکوونکی دی هیله لري چې دې هیواد ته د هغو مالي مرستو لړۍ پای ته ورسوي چې له لسیزو راهیسې د دغه هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ورکول کېږي.

په پاکستان کې د دوکاندارانو له عمومي اعتصاب یوه ورځ مخکې، د دغه هېواد سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د هېواد له اتباعو وغوښتل چې خپل مالیاتي بیلونه ورکړي، چې د ده په وینا "دویمه چاره" نشته.

کاکړ د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل: "کله چې تاسو سبسایډي یا مالي مرسته ورکوئ، تاسو خپل مالي مسؤلیتونه راتلونکي ته پریږئ. د دې پرځای چې ستونزه حل کړي، تاسو یوازې هغه ځنډوئ."

د پاکستان حکومت د روانې اونۍ په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د یو لیټر پټرولو بیه ۳۰۰ روپیو ته لوړه کړه چې یو امریکايي ډالر کیږي.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د پاکستانۍ اسعارو د تبادلې نرخ د دغه هېواد په ۷۶ کلن تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د وروستیو خپرو شویو شمیرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د پولي انفلاسیون کچه ۲۷.۴ سلنې ته رسیدلې، او د موټرو د تیلو بیه په جولای کې ۸ سلنه لوړه شوې.

د پاکستان سرپرست صدراعظم پداسې حال کې ددې هیواد مشري کوي چې د پاکستان پارلمان تیره میاشت منحل شو.

د انفلاسیون زیاتوالي، د بهرنیو اسعارو د زیرمو کمېدو او کریډیټ ته د لاس رسي کمیدو پاکستان د روان کال په لومړیو کې د دیوالي کیدو له خطر سره مخ کړی و، خو د جولای په میاشت کې نړیوال وجهي صندوق اسلام اباد ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکولو موافقه وکړه.

پاکستان چې د مالي ورکړو له درکه د کړکیچ سره مخامخ دی هڅه کړې چې د سیاسي بحران په ترڅ کې خپل بهرني پورونه ادا کړي.

د روان کال په پیل کې د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زیرمې داسې کچې ته رسېدلې وې چې د څارونکو په وینا دغه هېواد د وارداتو د لګښت د ادا کولو توان نه درلود او کورني تولیدات د ځنډیدو له ګواښ سره مخ وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG