د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د مرکزي بانک پخوانۍ رئیسه د مالیې وزیره وشوه


شمشاد اختر، د پاکستان د مالیې وزیره
شمشاد اختر، د پاکستان د مالیې وزیره

په پاکستان کې د مرکزي بانک پخونۍ مشره شمشاد اختر ددغه هېواد په لنډمهاله حکومت کې د مالیې وزیره ټاکل شوې ده.

پاکستان د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) یوه ۱۶ کسیزه سرپرسته کابینه اعلان کړه چې شمشاد اختر پکې یوازنۍ ښځه ده.

د صدراعظم انوارالحق کاکړ په مشرۍ سرپرست حکومت به په راتلونکو میاشتو کې په پاکستان کې عمومي ټاکنې څاري.

مېرمن اختر په داسې حال کې د پاکستان مالي چارې پر غاړه اخلي چې د هېواد اقتصاد په بحراني حالت کې دی او د پیسو نړیوال صندوق او دوستو هیوادونو پر پورونو باندې تکیه لري.

نوموړې ته په ۲۰۱۸ کې هم په موقت حکومت کې د مالیې د وزارت دنده سپارل شوې وه.

پاکستاني مخکښ سوداګر عقیل کریم دیدي د شمشاد اختر د ګومارنې په اړه وویل: "هغه یو غوره انتخاب دی او د هغه اقتصادي ننګونو په وړاندې چې هیواد ورسره مخ دی، په بشپړه توګه وړتیا لري."

اختر په ۲۰۰۶ کې د پاکستان د مرکزي بانک د رئیسې په توګه تر ټاکل کیدو مخکې د اسیا پراختیايي بانک د جنوب ختیځې اسیا د څانګې د مشرې په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړې تر دې وړاندې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په برخه کې د نړیوال بانک مرستیاله او د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانۍ ځانګړې سلاکاره وه.

د انفلاسیون زیاتوالی، د بهرنیو اسعارو د زیرمو کمیدل، او د پورونو کمیدل د دې کال په پیل کې پاکستان د دیوالي کېدو له خطر سره مخامخ کړ خو د جولای په میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته درې میلیارد ډالر پور ورکړ.

په روان کال کې په پاکستان کې د دولتي بانک د بهرنیو اسعارو زیرمې دومره ټیټې کچې ته ورسېدې چې څارونکو وویل، دغه هېواد د وارداتو د پیسو د ورکولو توان نه لري او د هېواد داخلي تولیدات د بندیدو له خطر سره مخامخ دي.

خو د پاکستان د مرکزي بانک د زیرمو کچه اوس اته میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

په پاکستان کې دا اوونۍ د پارلمان له منحل کېدو وروسته او د نومبر په میاشت کې د عامو انتخاباتو نه مخکې یو سرپرست حکومت جوړ شو. خو له میاشتو راهیسې داسې ګنګوسې موجودې دي چې ښايي ټاکنې وځنډول شي.

د پخواني صدراعظم شهباز شریف حکومت تیره اونۍ د یوې ملي سروې په اساس وویل چې د ټاکنو کمیسیون وخت ته اړتیا لري ترڅو د ټاکنیزو حوزو حدود له سره تنظیم کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG