د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د مرکزي بانک زیرمې د اتو کلونو ټیټې کچې ته رسیدلي


د پاکستان مرکزي بانک
د پاکستان مرکزي بانک

د پاکستان د مرکزي بانک زیرمې د تیرو اتو کلونو ټیټې کچې ۵.۶ میلیارد ډالرو ته راښکته شوي چې د وارداتو د تمویل په برخه کې دې هیواد لپاره یوه جدي ننګونه ده.

سوداګر او اقتصاد پوهان وايي، د نورو سوداګریزو بانکونو د ۵.۸ میلیارد ډالرو سره یوځای پاکستان ۱۱.۴ میلیارد ډالر زیرمې لري چې یوازې د دریو اونیو وارداتو د تادیه کولو لپاره کافي دي.

په کراچۍ کې د اقتصادي څارنې ادارې Topline Securities مشر محمد سهیل وویل، "دا یو ډیر جدي وضعیت دی. که چیرې شیان خراب شي، نو پاکستان به د خپلو پورونو بیا تنظیم کولو ته اړتیا ولري."

د پراخ سیاسي کړکیچ تر څنګ د پاکستان اقتصاد په ټپه ولاړ دی، د روپۍ د ارزښت په راټیټیدو او د لسیزو په کچه د لوړ انفلاسیون په وجه او همداشان ویجاړونکي سیلابونو او د انرژۍ نړیوال کړکیچ پدې هیواد باندې فشارونه نور هم ورزیات کړي دي.

د مرکزي بانک وروستي معلومات چې د ډسمبر د وړروستۍ اونۍ په هکله تیره شپه خپاره شوي، ښیي چې دا هیواد د تیر یو کال په پرتله د بهرنیو اسعارو نیمایي زیرمې لري.

د بهرنیو پورونو ادا کول او د مهمو اجناسو لکه درمل، خوړو او انرژۍ تادیه کول د مهمو اندیښنو څخه دي.

د کراچۍ په بندر کې د بار وړونکو کښتیو په زرګونه کانټینرونه بند پاتې دي، ځکه چې بانکونه د بهرنیو اسعارو تادیاتو تضمین نشي کولی.

د کښتیو په دغو بارونو کې د لسګونو میلیون ډالرو په ارزښت خوراکي توکي او طبي تجهیزات شامل دي چې د نابودیدو په حال کې دي.

د پاکستان د روغتیایي پاملرنې د وسایلو د ټولنې رئیس مسعود احمد، وویل، "په کراچۍ کې یو لوی روغتون د تجهیزاتو د نشتوالي له امله د یوې میاشتې راهیسې د سترګو جراحي نشي ترسره کولی."

پرله پسې حکومتونه د بهرنیو تادیاتو د پوره کولو لپاره د څو اړخیزو یا دوه اړخیزو مرستو په برخه کې پاتې راغلي، که څه هم چې د نړیوال وجهي صندوق د شپږ میلیارد ډالرو تړون وروسته له هغې بیا پیل شو چې پاکستان بالاخره د تیلو د سبسایډي د پای ته رسیدو په څیر شرایط پوره کړل.

خو اسلام اباد تر دې دمه یوازې نیمایي پیسې ترلاسه کړي چې وروستی تادیه یې د اګست په میاشت کې وه او د تادیاتو پدې کڅوړې بیاکتنه روانه ده.

په کراچۍ کې د اقتصادي څارنې ادارې مشر محمد سهیل وویل، "ټولې هیلې د پاتې پیسو په خوشې کولو پورې تړلې دي."

پاکستان تر ډیره د چین او سعودي عربستان په ګډون له متحدینو څخه د مالي ژغورنې د ترلاسه کولو په لټه کې دی، خو شنونکي وايي چې دا دواړه هېوادونه تر هغه وخته پورې صبر کوي چې پاکستان د پیسو نړیوال صندوق (IMF) څخه شین څراغ ترلاسه کړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ له خپل چینايي سیال او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق له رئیس سره خبرې وکړې.

شهباز شريف د جمعې په ورځ وويل چې د چين صدراعظم ورته خبر ورکړى چې بيجنګ د پیسو د نړیوال وجهي صندوق ته ويلي دي چې چين په دغه سخت حال کې د اسلام اباد ترڅنګ ولاړ دى.

د جمعې په ورځ د پاکستان د ځواکمن پوځ مشر د سعودي په پلازمینه کې و؛ چیرې چې د راپورونو له مخې هغه د مالي مرستې د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوله.

XS
SM
MD
LG