د لاس رسي وړ اتصالات

د پېسو نړیوال صندوق د پاکستان د بودیجې په اعلان شوې طرحې انتقاد کړی


د پېسو نړیوال صندوق د پنجشنبې په ورځ جون ۱۵ (جوزا۲۵) دپاکستان د حکومت له لوري د راتلونکي کال د مالي بودیجې په اعلان شوې طرحې انتقاد کړی دی.

دغه صندوق ویلي دي اسلام اباد نه دی توانېدلی چې په دغې طرحې کې مناسب مالیاتي سیستم شامل کړي.

د پاکستان لپاره د پېسو د نړیوال صندوق استازي استر پیریز رویز پاکستان ته د مالي ضمانت د تصویب کېدو لپاره د مذاکراتو د کامیابیدو په اړه اندېښنه وښوده.

خو هغه ویلي دي چې دوی د پاکستان سره د بودیجې د طرحې په اصلاح کولو کې مرسته کولای شي.

د پاکستان حکومت، چې د نقدو پېسو له کموالي سره مخامخ دی، څو ورځې مخکې د ۱۵.۵ تریلیون پاکستاني روپیو، چې ۵۰.۵ میلیارد ډالر کېږي، د بودیجې طرحه اعلان کړه.

په دغې اعلان شوې طرحې کې ۷.۳ تریلیون روپۍ یې د پورونو ورکولو ته ځانګړې شوي دي. همدغه راز۹۵۰ میلیارد روپۍ د هغو [د خلکو د خوښې] پراختیایي پروژو لپاره ځانګړې شوې،‌ چې د رایو له لارې منظورېږي. په پاکستان کې د همدغه کال په پای کې عمومي ټاکنې کېږي.

د بودیجې په دغې طرحې کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو په معاشونو کې ۳۵ سلنه او په دولتي تقاعد کې ۱۷.۵ سلنه زیاتوالی هم شامل دی. دا ټولې پروژې د عمومي افکارو د خپلولو اقدمات بلل کېږي.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحق دار د دغه هېواد ملي اسمبلۍ ته د بودیجې د طرحې د وړاندې کولو په مهال ټېنګار وکړ چې اهداف عاقلانه ټاکل شوي دي. هغه وویل: «په هېواد کې به ژر عمومي انتخابات وشي، خو د راتلونکي مالي کال بودیجه د انتخاباتي بودیجې په ځای، د یوې مسئولې بودیجې په توګه برابره شوې ده.»

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف مخکنی صدراعظم عمران خان، چې پارلمان د اپریل په میاشت کې له واک څخه لېرې کړ، تورن کړ چې «د هېواد اقتصاد ته یې ضربه» ورکړې ده.

شریف همدغه راز ویلي دي چې د نړیوال وجهي صندوق له لوري د پورونو د ورکولو د مودې غځولو ته هیله مند دی او د دغه صندوق «مشر ژمنه کړې ده.. او کوم خنډ» نه لیدل کېږي.

د پېسو نړیوال صندوق پاکستان ته ویلي دي چې د ۶.۵ میلیارد نور ډالرو تر ترلاسه کولو مخکې باید بهرنی اضافي مالي تمویل خوندي کړي، پاپولیستي سبسایډي ختمه او اجازه دې ورکړي چې روپۍ په ازاد ډول د ډالرو په مقابل کې تبادله شي. خو بیا هم د نوې بودیجې په طرحه کې ۱۰.۷ تریلیون روپۍ د سبسایډۍ لپاره ځانګړې شوي دي.

په اسلام اباد کې د میوو او سبزیجاتو د مارکیټ یو کارکوونکی اختر نواز وايي چې د بودیجې منظوري د بې وزلو درد نه دوا کوي. هغه وايي چې بې وزلي به هغه وخت د ارامې ساه واخلي چې انفلاسیون کم شي.

پاکستان کې اقتصادي بحران؛ بې وزلو خلکو د خوړو دپاره خیریه موسسو ته مخه کړې

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې را روانو انتخاباتو ته په کتو حکومت د عامه افکارو د خپلولو لپاره دا ډول پرېکړې کوي. د پاکستان د اقتصادي پرمختګ د انستیتوت اقتصادپوه نصیر اقبال وویل: «د انتخاباتو کال دی او حکومت باید د خلکو د خوښې پرېکړې وکړې.»

د حکومت د یو راپور په اساس، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، دا هېواد د ۲۰۲۳-۲۰۲۲ مالي کال د اقتصادي ودې هېڅ هدف نه دی ترلاسه کړی او د داخلي ناخالص تولید د ودې کچه هم ۰.۳ سلنه وه.

خو د پاکستان مالي وزیر ویلي دي چې د راتلونکي کال د بودیجې طرحه یې د داخلي ناخالص تولید د ۳.۵ سلنې د ودې په اساس برابره کړې، خو نړیوال بانک دا وده تر دوو سلنې کمه اټکل کړې. د نړیوال بانک د دغې اوونۍ په راپور کې همدغه راز د ۲۱ سلنې انفلاسیون وړاندوینه هم شوې ده.

د پاکستان د بودیجې په طرحه کې همدغه راز د دغه هېواد د دفاعي برخې بودیجه هم له ۱.۵ تریلیون روپیو څخه ۱.۸ تریلیون ته لوړه شوې ده.

د بودیجې دا طرحه داسې مهال اعلان شوې، چې دا پاکستان په اقتصادي لحاظ سخت ځپل شوی، تر پورونو لاندې دی، د توکو قیمتونه په کې لوړ شوي او سیاسي وضعیت یې هم خراب دی.

XS
SM
MD
LG