د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او آی ایم ایف د پور پر سر موافقې ته نږدې شوي


د پاکستان صدراعظم تیره اوونۍ د آی ایم ایف اداري مشرې کرستلینا جورجیوا سره په پاریس کې کتلي و.
د پاکستان صدراعظم تیره اوونۍ د آی ایم ایف اداري مشرې کرستلینا جورجیوا سره په پاریس کې کتلي و.

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق یوې جګپوړې چارواکې سه شنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف سره خبرې کړي او داسې معلومیږي چې دې هیواد ته سره چې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د ۶ ملیارد ډالرو مالي مرستو پر سر موافقې ته نږدې شویدي.

د پاکستان د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې شهباز شریف او د آی ایم ایف اداري مشرې کرستلینا جورجیوا چې تیره اوونۍ یې په پاریس کې د یوې نړیوالې غونډې په فرعې غونډې کې کتلي و، د سه شنبې په ورځ یې په ټیلیفون کې بیا خبرې کړي.

د دې خبرو څخه وروسته په اسلام آباد کې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق استازي داسې وښوده چې دواړه خواوې موافقې ته نږدې شویدي.

نتان پورټر په اعلامیې کې چې ډیر انتظار ورته کیده ویلي چې پاکستاني چارواکو پدې تیرو څو ورځو کې جدي اقدامات کړي چې د هیواد پالیسي د هغه اقتصادي اصلاحاتو سره برابرې کړي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق یې ملاتړ کوي.

پدې اقداماتو کې د پاکستان د پارلمان لخوا د بودیجې منظوریدل هم شامل دي.

د بودیجې د منظوریدو څخه وړاندې آی ایم ایف ویلي و چې اسلام اباد نه دی توانېدلی د بودجې په طرحې کې مناسب مالیاتي سیستم شامل کړي.

د پاکستان حکومت، چې د نقدو پېسو له کموالي سره مخامخ دی، څو ورځې مخکې د ۱۵.۵ تریلیون پاکستاني روپیو، چې ۵۰.۵ میلیارد ډالر کېږي، د بودیجې طرحه اعلان کړه.

په دغې اعلان شوې طرحې کې ۷.۳ تریلیون روپۍ یې د پورونو ورکولو ته ځانګړې شوي دي. همدغه راز ۹۵۰ میلیارد روپۍ د هغو [د خلکو د خوښې] پراختیایي پروژو لپاره ځانګړې شوې،‌ چې د رایو له لارې منظورېږي. په پاکستان کې د همدغه کال په پای کې عمومي ټاکنې کېږي.

د بودیجې په دغې طرحې کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو په معاشونو کې ۳۵ سلنه او په دولتي تقاعد کې ۱۷.۵ سلنه زیاتوالی هم شامل دی. دا ټولې پروژې د عمومي افکارو د خپلولو اقدمات بلل کېږي.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحق دار د دغه هېواد ملي اسمبلۍ ته د بودیجې د طرحې د وړاندې کولو په مهال ټېنګار وکړ چې اهداف عاقلانه ټاکل شوي دي. هغه وویل: "په هېواد کې به ژر عمومي انتخابات وشي، خو د راتلونکي مالي کال بودیجه د انتخاباتي بودیجې په ځای، د یوې مسئولې بودیجې په توګه برابره شوې ده."

اسلام آباد کې د آی ایم ایف استازي ښاغلي پورټر وویل چې د پاکستان د بودیجې په نوې طرحې کې د مالیې لپاره اساس پراخه شوی او د ټولنیزو او پرمختیایي چارو برخه پکې ډیره شوې.

پورټر دا هم ویلي چې د بودیجې په نوې طرحې کې د بهرنیو اسعارو بازارانو بهتره کیدو لپاره ګامونه اخیستل شوی.

د آی ایم ایف دې جګپوړي چارواکي ویلي چې ټیم به یې د پاکستاني چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي چې ژر د مالي ملاتړ لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.

د آی ایم ایف او پاکستان تر منځ د پور پر سر خبرې تیر کال د ډسمبر په میاشت کې وروسته تر هغه په ټپه ودریدې چې د پور ورکولو دې نړیوالې ادارې پاکستان ته د ۱.۱ ملیارد ډالرو پور ورکول وځنډول. دا د هغو ۶ ملیادر ډالرو پور برخه وه چې د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان په ۲۰۱۹ کال کې د دې نړیوالې ادارې سره لاسلیک کړی و.

پاکستان ته دا پور ورکول مهلت لري. که چیرته د پیسو نړیوال وجهي صندوق د همدې راتلونکې جمعې ورځې پورې پریکړه وکړي چې پاکستان د پور اخیستو شرایط ندي پوره کړي، د دې هیواد سره د آی ایم ایف ټولې اقتصادي مرستې باطله کیږي.

پاکستان ادعا کوي چې د آی ایم ایف ټول شرایط یې پوره کړي خو دا اداره بیا وایي چې لا هم ټول شرایط ندي پر ځای شوي.

پاکستان چې د نغدو پیسو له کبله د جدي ستونزو سره مخ دی د پور په ادا کولو کې د پاتې راتګ مخنیوي لپاره د چین، سعودي عربستان او متحده اماراتو په ګډون د یو شمیر هیوادونو څخه پور اخیستی او د عمران خان واکمنۍ پای ته رسیدو راهیسې د داسې اقتصادي بحران سره مخ دی چې د دې هیواد په تاریخ کې ساری نلري.

XS
SM
MD
LG