د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او آی ایم ایف درې میلیاردو ډالرو مالي ملاتړ په اړه د هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي


د پیسو نړیوال وجهې صندوق "آی ایم ایف" د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ اتم) ویلي، چې ددغې ادارې مامورینو د پاکستان حکومت چارواکو سره دغه حکومت ته د لنډې مودې لپاره د درې میلیاردو ډالرو مالي ملاتړ د برابرولو په سر موافقې ته رسیدلي دي.

د مامورینو په کچه موافقه د آی ایم ایف د اجرائیوي بورډ له خوا تائید ته اړتیا لري.

د پیسو نړیوال وجهې صندوق "آی ایم ایف" له خوا د لنډې مودې مالي ملاتړ هغو هیوادونو ته برابریږي، چې د پیسو د تادیانو په برخه کې د بیلانس له ستونزې سره مخ وي.

پاکستان حکومت اود پیسو نړیوالو وجهې صندوق ترمنځ په دې اړه د شاوخوا یو کال راهیسې خبرې روانې وې.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار هم ویلي، چې د "آی ایم ایف" څخه د پيسو ترلاسه کولو لپاره د مامورینو په کچه یو تړون ته نزدې شوي دي. هغه هیله ښودلې، چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتو کې به دا تړون لاسلیک شي.

ښاغلي ډار د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ ( چنګاښ اتم) د رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "مونږ د آی ایم ایف سره د مامورینو په کچه د تړون لاسلیک کولو ته ډیر نزدې شوي یو".

پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې "آی ایم ایف" څخه د ۶.۵ ملیاردو ډالرو د پور ترلاسه کولو تړون کړی و.

دتېرې څه مودې راپدیخوا دپاکستان د مالیې وزیر او نور د پاکستان نور یو شمیر حکومتي چارواکي نیوکه کوي چې "آی ایم ایف" سره یې د پور تړون د جیو پولیټکس یا جغرافیایي سیاستونو ښکار کیږي.

په پاکستان کې ځېنې اړخونه دا دعوې هم کوي، چې پاکستان ته د " آی ایم ایف" څخه د پور ترلاسه کولو په عمل کې امریکا متحده ایالاتو حکومت ځکه د خپل نفوذ څخه کار نه اخلي، چې ددغواړخونو د ادعا له مخې پاکستان چین ته زیات نږدې شوی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو ملر وایي، چې واشنګټن د " آی ایم ایف" او پاکستان ترمنځ په روانو خبرو کې ددغو خبرو کوم اړخ نه دی ، خو امریکا حکومت پاکستان ته د پیسو د نړیوال وجهې صندوق سره په اصلاحاتي پروګرام کې په رغنده توګه د دواړو خواو ترمنځ خبرې هڅوي.

د امریکا غږ د ډیوې د راپور له مخې کله، چې په واشنګټن کې امریکا غږ د " آی ایم ایف" او پاکستان حکومت ترمنځ د روانو خبرو په اړه د امریکا د حکومت د نظر معلومولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت سره تماس ونیو نو د دغه وزارت یو ویاند وویل، چې دا خبرې د "آی ایم ایف"او د پاکستان د حکومت خپل منځي مسله ده.

ویاند وویل "امریکا ددې خبرو اړخ نه دی،خو پاکستان ته آی ایم ایف سره د هغې په اصلاحاتي پروګرام کې په رغنده توګه خبرې هڅوي".

امریکایي ویاند وویل په اقتصادي توګه د پاکستان کامیابي او د دغه هیواد د ولس هوساینه د امریکا لومړیتوب دی او د پاکستان سره به په تکنیکي چارو، پرمختیایي مرستو او خپلو سوداګریزو اود پانګونې په برخه کې د اړیکو پیاوړي کولو لپاره خپله ملګرتیا په دوامدار ډول جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG