په یمن کې حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی وایي چې د دې هیواد په پایتخت صنعا باندې جمعه ډسمبر ۲۷ (مرغومي اوومه) بیا هوایي برید شوی خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.
په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهسیې چې حوثیانو د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې په کښتیو او اسرائیل باندې د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه پیل کړي، ورسره بریتانیې، متحده ایالاتو او اسرائیل هم ددې یاغي ډلې اهداف په نښه کړي.
سره لدې چې د جمعې ورځې د برید د کولو ادعا هیڅ هیواد نده کړې خو د حوثیانو په اعلامیې کې د "متحده ایالاتو -بریتانیې تیری" بلل شوی.
د صنعا ښار یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د چاودنې غږ یې اوریدلی او دا چې چاودنه دومره زوروره وه چې د دې عیني شاهد په وینا "زما کور یې وخوځاوه".
دا پدې تیرو دوو ورځو کې په صنعا باندې پرله پسې دویم هوایي برید و.
تیره ورځ د اسرائیل هوایي ځواکونو د صنعا نړیوال هوایي ډګر په ګډون د حوثیانو یو شمیر نظامي تاسیسات او برښنا کوټونه وویشتل.
ملګرو ملتونو پدې بریدونو اندیښنه ښودلې او د شخړې ډیروالی یې ښودلی.
اسرائیل بیا ویلي چې دا بریدونه یې د تل ابیب په ښار باندې د حوثي یاغیانو د توغندیو د برید په ځواب کې کړی او دا خبرداری یې هم ورکړی چې تر هغې به ادامه ولري، تر څو "کار بشپړ شوی" نه وي.
اسرائیلي ځواکونو تیره ورځ پداسې حال کې د یمن په پایتخت صنعا کې په نړیوال هوایي ډګر او نورو اهدافو باندې توغندي وار کړي چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر پدې هوایي ډګر کې و.
صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې په یمن کې د حوثیانو پر ضد به دا هوایي بریدونه به تر هغه وخته ادام ولري تر څو چې کار بشپړ شوی نه وي.
د اسرائیل مشر په یو ویډیویي پغیام کې ویلي، " مصمم یو چې د ایران شیطاني محور څخه د ترهګرۍ دا څانګه پرې کړو".
نیتنیاهو تیره اوونۍ هم خبرداری ورکړی و چې د متحده ایالاتو په ګډون د خپل متحدینو سره یو ځای به د یمن حوثي یاغیانو پر ضد چې ایران یې تر شا ولاړ دی، پریکنده اقدام وکړي.
د اسرئیل د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې، د نتیناهو له قوله لیکلي، "هماغه شان مو چې د ایران رژیم د شرارت محور څانګو پر ضد په قدرت سره عمل وکړ، د حوثیانو سره به عین شان عمل وکړو".
ایران په غزې کې د حماس، په لبنان کې د حزب الله، په یمن کې حوثي شعیه یاغیان او په عراق او سوریې کې شعیه نیابتي ډلې د "مقاومت محور" بولي چې د اسرائیل د صدراعظم په اعلامیې کې ورته د شرارت محور خطاب شوی.
سره لدې چې اسرائیل ويلي چې په یمن کې یې نظامي اهداف په نښه کړي خو ملګري ملتونه وایي اسرائیل په بریدونو کې په نښه شوې ځایونه د هیڅ نظامي هدف لپاره نه کارول کیږي.
په یمن کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی جولاین هارنیس د جمعې په ورځ وویل چې د صنعا نړیوال هوایي ډګر ملکی موقعیت دی چې ملګري ملتونه ترې کار اخلي.
ښاغلي هارنیس د یمن څخه د ویډیو کنفرانس د لارې خبریالانو ته وویل، " د سره صلیب نړیواله کمیټه لدې هوایي ډګر کار اخلي، د ملکي پروازونو لپاره ترې کار اخیستل کیږي، او همدا یې مقصد دی".
فورم \ دبحث خونه