په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي سه شنبه ډسمبر ۲۴ (مرغومي څلورمه) په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه وژل کیدو په هکله د اسرائیل اعتراف وغانده او د دې وژنې په غبرګون کې په اسرائیل باندې د خپل هیواد راکټي بریدونو دفاع یې وکړله.
امیر سعید ایراواني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو لیک کې ویلي چې د اسرائیل رژیم د لومړي ځل لپاره د دې "کرغیړن جنایت کولو باندې په رډه توګه" اعتراف کوي.
د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کتز تیره ورځ د لومړي ځل لپاره ومنله چې په تهران کې د حماس پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه، اسرائیل وژلی و.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د اسماعیل هنیه وژل کیدل "ناوړه ترهګریز عمل" وباله او دا یې هم ویلي چې د اسرائیل د دفاع وزیر څرګندونو څخه معلومیږي چې پدې هیواد باندې د ایران د توغندي برید توجیه و.
د اسرائیل دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې د کتز له قوله لیکلي، " هر څوک چې په اسرائیل لاس پورته کړي، لاس به یې پرې شي. د اسرائیل دفاعي ځواکونو اوږد لاس به پرې برید وکړي او مسؤل به یې وبولي".
سره لدې چې ایران او د حماس ډلې د اسماعیل هنیه د وژلو ملامتي په اسرائیل اچولې وه خو تر دوشنبې پورې هیڅ اسرائیلي چارواکي په عامه توګه د هنیه په وژلو کې د اسرائیل لاس لرل نه و منلي.
تر دې وړاندې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم خبرداری ورکړی و چې د متحده ایالاتو په ګډون د خپل متحدینو سره یو ځای به د یمن حوثي یاغیانو پر ضد چې ایران یې تر شا ولاړ دی، پریکنده اقدام وکړي.
د اسرئیل د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې، د نتیناهو له قوله لیکلي، "هماغه شان مو چې د ایران رژیم د شرارت محور څانګو پر ضد په قدرت سره عمل وکړ، د حوثیانو سره به عین شان عمل وکړو".
ایران په غزې کې د حماس، په لبنان کې د حزب الله، په یمن کې حوثي شعیه یاغیان او په عراق او سوریې کې شعیه نیابتي ډلې د "مقاومت محور" بولي چې د اسرائیل د صدراعظم په اعلامیې کې ورته د شرارت محور خطاب شوی.
فورم \ دبحث خونه