د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب الله مشر پر لبنان د اسرائیل د بریدونو په وړاندې خبرداری ورکړ


د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د جمعې په ورځ نومبر ۳ (لړم ۱۲) په لبنان باندې د اسرائیل د بریدونو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې "ټول انتخابونه" د میز پرسر دي او "د څرګندې شخړې احتمال حقیقي دی."

نصرالله ویلي چې "د لبنان په محاذونو کې ټول انتخابونه ترلاس لاندې دي" او زیاته یې کړه چې "موږ هغه دښمن ته چې په لبنان باندې د برید کولو یا مخکې له مخکې د احتمالي عملیاتو په اړه فکر کوي وایو چې دا به د هغه د شتون ترټولو لوی حماقت وي."

د لبنان د حزب الله مشر دا هم وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې چې د اکتوبر په اوومه نیټه پیل شوې، متحده ایالات په غزه کې د جګړې "بشپړ مسؤل" دی.

نصرالله په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل: "امریکا په بشپړه توګه د غزې د اوسنۍ جګړې او د هغه د خلکو مسووله ده او اسرائیل یوازې د دې جګړې د پرمخ بیولو وسیله ده." هغه دا هم وویل چې متحده ایالات "د اوربند او د یرغل د پای ته رسیدو په وړاندې خنډ دی."

نصرالله د جمعې په ورځ همداشان امریکا ته وویل چې د لبنان حزب الله چمتو دی چې د امریکا له جنګي بېړیو سره مقابله وکړي او د سیمه ییزې جګړې د مخنیوي لاره دا ده چې پر غزې بریدونه ودرول شي.

د لبنان د حزب الله مشر امریکايي چارواکو ته په خطاب کې وویل: "د مدیترانې په سمندرګي کې ستاسو بېړۍ موږ نه ډاروي، موږ به ستاسو له هغو کښتیو سره مقابله وکړو چې موږ ته ګواښ پېښوي. هرڅوک چې غواړي په سیمه کې د جګړې مخه ونیسي سمدستي دې په غزه کې بریدونه بند کړي."

دمخه تر دې د لبنان حزب الله ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، د اکټوبر په ۱۳مه ویلي وو چې د اسرائیل پر ضد جګړه کې له حماس سره یو ځای کېدو ته "بشپړ چمتووالی" لري.

د لبنان د حزب الله مرستیال، نعیم قاسم د بیروت په جنوب کې د فلسطینیانو د ملاتړ یو لاریون ته وویل: "موږ بشپړ چمتووالی لرو او کله چې شرایط د اقدام لپاره مناسب شول موږ به دا کار وکړو." خو د لبنان د حزب الله دغه جګپوړي چارواکي په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې له حماس سره د یوځای کېدو لپاره به څه وخت مناسب وي.

په دې ترڅ کې د اردن په پلازمینه عمان کې د جمعې په ورځ شاوخوا پنځه زره مظاهره چیانو مظاهرې وکړې او د دغه هیواد له پاچا عبدالله دوهم څخه یې وغوښتل چې په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ په جګړه کې د اوربند لپاره فشار راوړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG