د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني پولیس وايي د حماس ډلې د پلویانو په کورونو یې چاپې وهلې


د جرمني پولیس
د جرمني پولیس

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو یې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) په دغه هېواد کې د حماس او یوې بلې فلسطینۍ ډلې د غړو او پلویانو په کورونو چاپې وهلې دي.

دغه وزارت وايي چې ۵۰۰ پولیسو یې په برلین کې عملیات وکړل او ۱۳ ځایونه یې وپلټل. د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي چې څلور نور ځایونه یې هم په نښه کړي او د عملیاتو په مهال یې ځېرک تیلیفونونه، لپ ټاپ کمپیوټرونه او نور بېلا بېل اسناد ضبط کړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ننسي فایزر تر دې مخکې ویلي وو چې د «اسلامي افراطیانو په ضد به» اقدامات وشي.

هغې ویلي وو: «د حماس او صامدون (د فلسطیني زندانیانو د پیوستون شبکه) د فعالیتونو په بندولو سره مو واضح پیغام ورکړ چې د اسرائیل په ضد به د حماس د وحشیانه ترور په اړه به هېڅ ډول زړه سوي او ملاتړ ونه زغمو.» ننسي ویلي وو چې اسلامي افراطیان او د یهودیت مخالفان «باید په هېڅ ځای کې د خوندیتوب احساس» ونکړي.

جرمني د نومبر په دویمه دا دواړه ډلې غیر قانونې اعلان کړې. د رسمي شمېرو په اساس، جرمني کې د حماس شاوخوا ۴۵۰ غړي اوسېږي، اروپايي ټولنه، امریکا او اسرائیل حماس ترهګره ډله بولي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې دحماس ډلې غړو په دغه هېواد کې هېڅ ډول ترهګریز فعالیت نه دی کړی او نه یې هم دغې ډلې ته پېسې ټولې کړې دي، خو د صامدون ډلې تاوتریخوالي ته لیوالتیا لرله او د اسرائیل موجودیت نه مني.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل. اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي‌دي.

په غزه کې د حماس حکومت وايی چې د اسرائيل په بریدونو کې نژدې ۱۵۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې منبع دا ارقام تائید کړي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG