د جرمني پوځ لویه بودیجه ترلاسه کړه چې په اساس به یې د ۲۰ میلیارد یورو په ارزښت نوي دفاعي تجهیزات، چې څلور اوبتلونه به هم په کې وي، وپيري.
د جرمني د پارلمان د بودیجې کمېټې د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۸) دا بودیجه تصویب کړه، جرمني هڅه کوي، چې له روسیې سره د ناټو د روان کشمکش په ترڅ کې خپل ځواکونه مجهز کړي.
د جرمني د دفاع وزیر بوریس پستوریس د پارلمان دا پرېکړه وستایله، په دغې بودیجې کې د وسلو اخیستلو ۲۸ پروژې شاملې دي.
دغې کمېټې همدغه راز د امریکا د پټریوټ د راکټي دفاع د سیستم، توپخانو او د انټرنټي سکتور لپاره هم بودیجه تصویب کړه.
د جرمني د دفاع وزیر وویل چې «د اوکراین په ضد د روسیې یرغل... او په اروپا باندې د روسیې زیاتېدونکي سایبري بریدونه» څرګندوي چې اروپايي هېوادونه باید د مخنیوي اغیزناک اقدمات ولري.
په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د خپل هېواد د ځواکونو د تجهیز لپاره ۱۰۰ میلیارد یورو بودیجه اعلان کړه.
جرمني له سوړ جنګ راهېسې خپله بودیجه کمه کړې وه، خو د واشنګټن له سیاسي فشارونو او د ناټو له غوښتنو وروسته، دا بودیجه یې زیاته کړه او د خپل ناخالص داخلي تولید دوو برخو ته یې ورسوله.
په همدې حال کې د جرمني د اقتصاد وزیر ویلي دي چې د دغه هېواد د دفاعي تجهیزاتو د صادراتو اندازه ۱۳.۲ میلیارد یورو ته رسېدلې ده.
په روان کال کې د ۸.۱ میلیارد یورو په اندازه اوکراین ته د جرمني تجهیزات استول شوي دي، چې عمده برخه یې دغه هېواد تمویل کړې وه. همدغه د میلیاردونو یورو په اندازه تجهیزات یې سنګاپور، الجزایر، متحدو ایالتونو ترکیې او هند ته صادر شوي دي.
فورم \ دبحث خونه