د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: پر غزني ښار د طالبانو برید په شاتمبول شوی


د غزني ولایتي چارواکي وايي، د غزني له ښار څخه د وسله والو طالبانو د ایستلو لپاره افغان ځانګړي ځواکونه دغه ښار ته رسیدلي دي.
د غزني ولایتي چارواکي وايي، د غزني له ښار څخه د وسله والو طالبانو د ایستلو لپاره افغان ځانګړي ځواکونه دغه ښار ته رسیدلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ (زمري ۱۹ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د غزني ښار د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی او افغان ځواکونو د ښار له یو شمیر سیمو څخه طالب وسله وال د ښار څنډو ته په شا تمبولي دي.

خو جنرال محمد رادمنش وویل، چې وسله وال طالبان لا هم د غزني د ښار د څلورمې حوزې په وروستیو برخو، د پخواني پي ارټي په سیمه او د حسن اباد په سیمه کې د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

جنرال رادمنس وویل " ښار د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی، خو د ښار په لودیځه خوا کې د څلورمې حوزې په وروستۍ برخه او د حسن اباد په سیمه کې لا هم د دښمن فعالیتونه دوام لري، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر دغه سیمو هم عملیات پیل کړي او تر یو ساعته به دا سیمې هم تصفیه شي".

افغانستان کې قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو قومندانۍ هم په یوه لنډه اعلامیه کې، چې د دغې قومندانۍ د ټویټر پر پاڼه خپره شوې، ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني په ښار کې د ټولو دولتي ودانیو کنټرول په خپل لاس کې ساتلی دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ ویلي " افغان ځواکونه په غزني کې د ټولو دولتي ودانیو کنټرول په لاس کې لري او دا سیمې د نیولو لپاره د طالبانو یوه بله ناکامه هڅه وه".

وسله والو طالبانو تېره شپه ( زمري ۱۸ مه) یوه بجه له څلورو خواوو څخه د غزني ښار پر امنیني کمبر بند لویه حمله پیل کړه چې په ترڅ کې یې د دغه ښار ځینو برخو ته په ننوتلو هم بریالي شو.

جنرال رادمنش په دغو جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سر زیات زیان د اوړولو ادعا وکړه او ویې ویل، چې شاوخوا ۱۵۰ طالب وسله وال په دې جګړو کې مړه او ژوبل شوي دي.

هغه د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمیر ۶ مړه او پنځه ژوبل وښود.

خو وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دغو جګړو کې د۱۴۰افغان سرتیرو د وژل کیدو او ټپي کیدو د ادعا ترڅنګ په لسګونو نوروسرنتیرو د نیولو ادعا هم کړې ده.

د غزني د ملکي روغتون رئیس بازمحمد همت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه په ښار کې د جګړو له سیمو دغه روغتون ته ۱۶ جسدونه او ۳۳ ټپیان وړل شوي دي.

هغه وویل، چې په ۱۶ وژل شوو کې د دوه ملکي وګړو پرته نور یې امنیتي سرتیري دي په ټپیانو کې ۸ یې ملکي وګړي او نور امنیتي سرتیري شامل دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د تیرې شپې په جګړو کې یې، چې له افغان ځواکونو کومې سیمې نیولي، لا هم د دغې ډلې د وسله والو په لاس کې دي.

سیمې یو شمیر اوسیدونکو او د غزني د ولایتي شورا یو غړي امان الله کامراني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې غزني ښار ته د افغان ځانګړو ځواکونو د رسیدلو وروسته، وسله وال طالبان د ښار له یو شمیر برخو، چې په کې د ملي امنیت د ریاست ودانۍ او د والي کور هم شامل دي په شا شوي دي.

د سیمې اوسییدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د طالبانو د تیرې شپې په بریدونو کې د تلویزیون پر غونډۍ باندې د یو شمیر رسنیو انتنونه هم سوزیدلي، چې له امله یې د یو شمیر رسنیو خپرونې بندې شوي دي.

همداشان ښار په بشپړ ډول تړلی او مخابراتي شبکو هم په دغه ښار کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د کابل – کندهار لویه لار، چې د غزني له ښار تیریږي هم په د د غو جګړو له امله نن ټړلې ده.

دمخه معلومات

د غزني ولایتي امنیتي چارواکي او وسله وال طالبان د دغه ولایت مرکز غزني ښار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د روانو جګړو په اړه، چې تیر شپه ( زمري ۱۸ مه) دغه ښار ته د سلګونو طالب وسله والو د ننوتلو سره سمې پیل شوي بیلابیلې ادعاوې کوي.

وسله والو طالبانو تېره شپه یوه بجه له څلورو خواوو څخه د غزني ښار پر امنیني کمبر بند بریدونه پیل کړل، چې په ترڅ کې یې یو شمیر طالب وسله وال د دغه ښار ځینو برخو ته په ننوتلو هم بریالي شو.

اوس هم د دغه ښار په ځینو برخو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي، خو د تیرې شپې د جګړو پرتله یې شدت کم شوی دی.

د غزني امنیتي چارواکي وايي، د غزني د ښار د نیولو لپاره يې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاتمبولي او اوس مهال د طالب وسله والو سره د ښار په څنډو کې جګړه روانه ده.

د غزني امنیه قومندان سمونوال فرید مشعل امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل، چې امنیتي قواوو دم ګړی په تصفیه وي عملیاتو بوخت دي خو وسله والو د ملکي خلکو په کورونو کې پناه اخیستې، چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخ نیوي لپاره يې د دوی عملیات يې سخت کړي دي.

سمونوال مشعل وویل" دښمن د ښار پر امنیتي پوستو بریدونه وکړه چې له زیاتو تلفاتو سره مخ شو، د وسله والو جسدونه د ښار پر سړکونو پراته دي او دښمن مو د غزني ښار د نیولو ارمان ته ونه رسیده).

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، چې تر اوسه د ښار په دوهمه او دریمه حوزه کې د وسله والو طالبانو تر ۳۰ زیات جسدونه پيژندل شوي خو تر لسو تنو پوري افغان ځواکونه هم تلفات لري.

دی زیاته وي، چې افغان هوايي ځواک هم د وسله والو د ځپلو په عملیاتو کې برخه لري خو د ملکي خلکو د ژغورلو په لپاره په ډير احتیاط سره عمل کوي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، چې په سپکو، درنو او لیزري وسلو سمبال سلګونه طالب وسله وال د غزني ښار ته هغه مهال ننوتل چې د غزني امنیه قومندانۍ، ټولې شپږ امنیتي حوزې، د ( پي آرټي) په نامه قرارګاه، بالاحصار، تپه تلویزیون، د توپچې مرکز (ترک حضرت) او د ښار شاوخوا امنیتي پوستې ونیولې.

د طالبانو ویاند ویلي " دم ګړۍ د غزني ښار دننه د ولایت په ودانۍ، استخباراتو او باقي پاتو نور دولتي تأسیساتو ځپونکي عملیات روان دي".

طالبانو ویاند داعا کړې، چې په دغو جګړو کې یې تر ۱۴۰ پورې د افغان امنیتي سرتیري وژلي دي، چې ذبیح الله مجاهد پر وینا په لسګونو نور یې ژوندي نیولي دي.

همداشان ذبیح الله مجاهد په دې پیغام کې ویلي، چې طالب وسله والو په دغو جګړو کې په زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې یې هم ولجه کړي دي.

د غزني ښار اوسیدونکې او عیني شاهدان وايي، چې وسله وال طالبان د غزني ښار په دننه کې تر امنیه قومندانی، ولایت مقام او ځینو نورو دولتي ودانیو پوري ځانونه رسولي خو امنیتي قواوو يې د وړاندي تګ مخه نیولې ده.

له دې سره پر یوه وخت د کابل – کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده او په زرګونو مسافر په کابل او کندهار ولایتونو کې بند پاته دي.

تر اوسه د ملکي تلفاتو په اړه معلومات ندي ور کړه شوي خو د غزني ښار اوسیدونکې محمد کریم اشنا رادیو ته وويل چې د جګړې له وېري څخه اکثریت کسان له خپلو کورونو څخه ندي را وتلي او په ښار کې دکانونه په بشپړه توګه تړلي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG