د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې چارواکو د طالبانو د یو قومندان د وژلو ادعا کړې


د تیرو دوو میاشتو راهیسې په غزني کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.
د تیرو دوو میاشتو راهیسې په غزني کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.

د غزني ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې تیره شپه په یوه مخامخ نښته کې د ملا نواب احمد حقاني په نوم د طالبانو د یو مشهور قومندان د وژلو ادعا کړې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې، ملا نواب احمد حقاني تیره شپه د غزني ښار سره نږدې د " قلعه قاضي" په سیمه کې د افغان ځواکونو په یو کمین کې د خپلو دریو ساتونکو سره وژل شوی دی.

ښاغلي نوري وویل " تیره شپه ملانواب احمد حقاني د خپلو وسله والو ملګرو سره د قلعه قاضي په سیمه کې زمونږ پر دریو امیني پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په کمین کې د قلعه قاضي په سیمه کې د طالبانو دا قومندان د خپلو دریو ساتوونکو سره ووژل شو".

د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې ملا نواب احمد حقاني د غزني په ښار کې د طالبانو د عملیاتو مشري په غاړه لرله.

د غزني د والي ویاند وايي، ملا نواب احمد حقاني په دغه ولایت کې پر افغان ځواکونو په ډیرو بریدونه کې لاس درلود او هم یې څو ورځې وړاندې د غزني د پولیسو د ځانګړو ځواکونو قومندان په وژلو کې لاس درلود.

په تیرو دوو میاشتو کې د غزني په ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخیستی، چې له امله د جګړې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

تیره ورځ د افغانستان د دفاع وزارت د غزني ولایت د ناوه په ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې د ملا امیرخان متقي په ګډون د یو شمیر لوړ پوړو طالب چارواکو د وژلو ادعا کړې وه.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعا بې اساسه بللې او ویلي دي، چې د غزني د ناوې په ولسوالۍ کې اصلآ داسې کومه پیښه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG