د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د طالب مشرانو پر یوې غونډې بمباري شوې- دفاع وزارت


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په غزني ولایت کې د طالب مشرانو پر یوې غونډې هوايي برید کړی چې لسګونه طالبان وژل شوي او د طالبانو د پخواني وزیر امیرخان متقي په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، دغه غونډه، چې د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په لنګا کلي کې جوړه شوې وه په کې د طالبانو یو جیګپوړي پلاوي ګډون درلود.

د بیان له مخې، په دغه برید کې ۲۴ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په بیان کې راغلي "لومړني ریپوټونه ښيي، چې په دغه برید کې ملا امیرخان متقي، ملا خلیفه، ملا شاه محمد او ملا یوسف ټپیان شوي دي".

دفاع وزارت ویلي، چې افغان هوايي ځواکونو د کشفي او استخباراتي ریپوټونو پر بنسټ د طالبانو دغه غونډه په نښه کړې.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG