د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا د فوټبال د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۴ د نړیوالو جامونو د سیالیو کوربانه ټاکي


د فوټبال نړیوال فدراسیون به د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۱) د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۴ نړیوالو جامونو د سیالیو لپاره کوربانه هېوادونه ټاکي او تائیدوي.

د اسوشیتډپرس اژانس په راپور کې ویل شوي دي چې د فیفا کانګرس به د نړیوالو جامونو د کوربتوب په مسئلې باندې انلاین غونډه او رایه اچوونه کوي، خو د دغې رایې اچونې نتیجه وار دمخه څرګنده ښکاري، ځکه چې نور دعوه طب کوربانه نه شته.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۳۰ کال نړیوال جام لپاره به شپږ هېوادونه ټاکل کېږي. دا سیالۍ به د دریو لویو وچو په شپږو هېوادونو کې کېږي او هسپانیا، پرتګال او مراکش به یې کوربانه وي. همدغه راز د جنوبي امریکا دریو نورو هېوادونو ارجنټاین، پاراګوای او یوراګوای کې به یې هم یوه-یوه لوبه کېږي.

سعودي عربستان ته به د ۲۰۳۴ کال د نړیوال جام د سیالیو کوربتوب ورکړل شي. سعودي عربستان د دغو سیالیو د کوربتوب ورکولو ته د محمد بن سلمان د موډرنیزم د پروژې د یوې برخې په سترګه کتل کېږي.

بریتانیا او ایرلنډ هم په ګډه د ۲۰۳۰ کال د نړیوال جام د سیالیو د کوربتوب غوښتنه کړې وه، خو بیا یې پرېکړه وکړه چې د اروپا د ۲۰۲۸ کال سیالیو په کوربتوب باندې به تمرکز کوي.

د جنوبي کوریا، چین، جاپان او شمالي کوریا له لوري هم د ۲۰۳۰ کال نړیوال جام د کوربتوب وړاندیزونه شوي وو. د ۲۰۳۰ کال نړیوال جام په سیالیو سره به د فوټبال د نړیوالو جامونو د پیل سل کاله پوره شي.

د فوټبال تېرنړیوال جام په ۲۰۲۲ کال کې په قطر کې وشوې. راتلونکی نړیوال جام سیالۍ به په ۲۰۲۶ کال کې په متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو کې وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG