د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د فوټبال نړیوال جام ته د رسېدو تکل کوي


د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالیو کې د وړاندې تګ لپاره افغانستان اړ دی چې له هند څخه مخکې شي.
د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالیو کې د وړاندې تګ لپاره افغانستان اړ دی چې له هند څخه مخکې شي.

افغانستان تمه لري چې د اسیايي ټیمونو ترمنځ د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام د غوراوي‌ سیالیو دریم او وروستي پړاو ته ورسیږي.

په دې لړ کې د افغانستان ملي ټیم د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) له کوربه کویټ سره سیالي کوي او بری به یې د نړیوال جام د غوراوي‌ سیالیو وروستي پړاو ته د رسېدو ترڅنګ، په لومړي ځل اسیا جام ته هم لار پرانیږي چې په ۲۰۲۷ کې کیږي.

د فوټبال نړیوالې اتحادیې (فیفا) په درجه بندۍ کې افغانستان دا وخت ۱۵۱ مقام لري.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام لپاره د اسیا د غوراوي‌ سیالیو په دویم پړاو کې دا وخت ۳۶ ټیمونه په نهو ګروپونو کې لوبه کوي. په الف ګروپ کې د افغانستان ترڅنګ قطر، هند او کویټ ځای لري.

له هر ګروپ څخه دوه غوره ټیمونه بل پړاو ته لار مومي. د وړاندې تګ لپاره افغانستان اړ دی چې له هند څخه مخکې شي.

په الف ګروپ کې قطر له ۱۳ پواینټونو سره له وړاندې بل پړاو ته رسیدلی دی. افغانستان او هند هر یو پنځه-پنځه او کویټ څلور پواینټونه لري.

افغانستان تېره اونۍ وکولای شول چې له قطر سره لوبه ۰-۰ مساوي کړي. دا لوبه په سعودي عربستان کې وه.

هند د سه شنبې په ورځ (جون ۱۱) له قطر سره لوبه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG