د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا د ښځینه فوټبالرانو په اړه د انلاین تبعیضي او ناوړه تبصرو د مخنیوي هڅه کوي


د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د یکشنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) وویل چې د ۲۰۲۳ کال د ښځو د فوټبال ټولې لوبډلې به له تبعیض څخه د ډکو او نا مطلوبه انلاین تبصرو او موادو څخه خوندي وي.

فیفا وویل چې د ټولنیزو رسنیو یوه بسته چې انلاین د ناوړه تبصرو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوې په ټولو ټیمونو ووېشي.

د ټولنیزو رسنیو د ساتنې خدمات (SMPS) چې د فیفا او د لوبغاړو د اتحادیې FIFPRO لخوا رامینځته شوي، په ټولنیزو رسنیو کې کرکچنې ویناوې څاري او زیان رسوونکي مطالب له لوبغاړو څخه پټوي.

د فیفا رئیس ګیاني انفانتینو وویل: "تبعیض یو جرمي عمل دی." هغه زیاته کړه چې، "د دې وسیلې په مرسته به موږ عاملین وپیژنو او مقاماتو ته به یې رپوټ ورکړو، چې هغوی د خپلو اعمالو سزا ومومي."

فیفا وویل، په روان کال کې د ښځو د فوټبال په نړیوال جام کې یو شمیر ټیمونو چې د جولای له ۲۰ څخه د اګست تر ۲۰ پورې په استرالیا او نیوزیلینډ کې سره سیالي کوي موافقه کړې چې دا خدمات سمدستي پلي کړي چې په اتوماتيک ډول د آنلاین ناوړه ګټه اخیستل محدود شي.

فیفا نن د یکشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي چې دا وسیله په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د نارینه وو د فوټبال په نړیوال جام کې لوبغاړو ته وړاندیز شوې وه. په دغه نړیوال جام کې د انګلنډ او فرانسې ترمینځ په کوارټر فاینل کې لوبه کې «له ټولنیزو رسنیو څخه ډېره ناوړه» ګټه اخیستل شوې وه او دا کچه زیاته وه.

فیفا همداشان ویلي دي چې د دغې ناوړه ګټې "اخیستو ۳۸ سلنه یې په اروپا کې کې د ټولنیزو رسنیو د حسابونو څخه وه او ۳۶ فیصده یې د سویلي امریکا څخه راغلې وه."

د ټولنیزو رسنیو د ساتنې خدماتو SMPS په قطر کې د نړیوال جام په ترڅ کې په فیسبوک، انسټاګرام، ټیک ټاک، ټویټر او یوټیوب کې له ۲۰ میلیون څخه ډیر پوسټونه او تبصرې سکین کړې وو.

همداشان په قطر کې د نړیوال جام په ترڅ کې په تخصصي مصنوعي ځېرکتیا د وسیلو په مرسته په ټولنیزو رسنیو کې د ناوړه تبصرو او تحلیلونو شا وخوا ۲۰ زره له تبعیض ډک او یا ګواښونکي پوستونه په نښه شوي وو.

XS
SM
MD
LG