د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ۲۸۷ رسنیو فعالیتونه بند شوي ـ د ژورنالستانو انجمن


د افغانستان د ازادو ژورنالستانو انجمن (AIJA) په افغانستان کې د رسنیو فعالیت بندېدو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په وروستیو اتو میاشتو کې ۲۸۷ رسنیو په دغه هیواد کې خپلې خپرونې بندې کړي دي.

د دغه انجمن ویاند پرویز امین زاده نن سې شنبه مۍ لسمه (غوايي ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې د دوی د څېړنو په اساس یوازې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په کابل او ولایتونو کې د ۵۶ انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو فعالیتونه بند شوي دي.

یاد انجمن د ۲۰۲۱ په ډسمبر میاشت کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ۲۳۱ رسنۍ بندې شوي او د رسنیو څه باندې ۳۰۰۰ کار کوونکي او خبریالان بېکاره شوي دي.

ښاغلي امین زداه اقتصادي ستونزې، پر رسنیو محدودیتونه او د خبریالانو امنیتي ستونزې په دغه هیواد کې د رسنیو بندېدو له عمده عاملو څخه وبلل او وویل چې په دغه هیواد کې د رسنیو لسګونه کار کوونکي او خبریالان بېکاره شوي دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالستان انجمن د تازه معلوماتو په اساس په وروستیو اتو میاشتو کې، د رسنیو شاوخوا ۶زره کار کوونکو او خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د دغه انجمن ویاند په افغانستان کې د ازادو رسنیو د فعالیت بندېدو او پر رسنیو او خبریالانو د فشار را وړلو په اړه اندېښنه وښودله او په دې برخه کې یې د توجه غوښتنه وکړه.

د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت مخکې په دغه هیواد کې ۵۴۳ انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو فعالیت کاوه چې اوس مهال یو شمېر نوري ازادۍ رسنۍ هم د پاشل کېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د رسنیو د سانسور زیاتوالي په اړه خبر ورکړی و او ویلي و چې اوس مهال په دغه هیواد کې د خبریالۍ کار له ګواښ سره مخ دی.

دغه سازمان د مۍ پر درېیمه (غوايي ۱۳) د مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو اړتیا ده چې خبریالان او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه په افغانستان کې له وېرې پرته خپلو فعالیتونو دوام ورکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ګڼ شمېر رسنۍ د پاشل کېدو په حال کې دي په داسې حال کې چې دغه رسنۍ مخکې په خپلواکو راپورونو ورکولو کې مشهوري وې.

د یاد سازمان د معلوماتو په اساس پر دغه هیواد د طالبانو تر حاکمیت وروسته ۸۰ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي نیول شوي او تاوتریخوالی ورسره شوی دی.دغه سازمان ویلي و چې زیات زیان ښځنیه خبریالانو ګاللی دی.

XS
SM
MD
LG