د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د رسنیزو سرغړونو نوی کمیسیون ډېر ژر جوړیږي


د طالبانو د حکومت ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د رسنیزو سرغړونو د نوي کمیسیون پر رامنځته کېدو باندې کار کوی.

د طالبانو د حکومت ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه فبروري دوهمه (سلواغې ۱۳) په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په غونډه کې وویل چې په دې سره به د سوی تفاهم مخه ونیول شي او رامنځته شوي ستونزې به د دغه کمېسیون له لارې هوارې شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د دغه کمېسیون په رامنځته کېدو سره هیڅ بنسټ او وزارتونه د خبریالانو په کارونو کې مداخله نشي کولای. هغه همدارنګه وویل چې اطلاعاتو د لاس رسي کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاس رسي حق د قانون په اړه هم کار روان دی او په خبره یې پایلې به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریکې شي.

هغه ټینګار وکړ چې ښځې « د اسلامي او ملي اصولو په رعایت» سره کولای شي په ازاده توګه په رسنیو کې فعالیت ته دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند وویل چې «اسلامي امارت» د هر سالم انتقاد ملاتړ کوي او په خبره یې رسنۍ باید د «شایعاتو» خپرولو څخه ډډه وکړي.

مجاهد زیاته کړې چې اوس مهال د رسنیو پخوانی قانون د پلازمېنې په ګډون په ټولو ولایتونو کې پلی کېږي او په خبره یې که په کې کوم بدلون راشي ټولو رسنیو ته به خبر ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند وویل: "د رسنیو پخوانی قانون مو مطالعه کړی چې هیڅ نیمګړتیا یې نه درلوده، اسلامي امارت له رسنیو څخه غواړي چې په خپلو خپرونو کې ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي وحدت په پام کې ونیسي."

هغه زیاته کړې چې رسنۍ د خلکو غږ چارواکو ته رسوي او په خبره یې «اسلامي امارت» د رسنیو ملاتړ کوي.

د خبریالانو د خونديتوب کمېټې په نننۍ ناسته کې د خبریالانو په وړاندې پرتې ستونزې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسؤلینو سره شریکې کړي وې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړ ادارو تر دې مخکې ویلي و چې په دغه هیواد کې د مطبوعاتو د قانون نشتوالي، د خبریالانو سره زور زیاتي او توقیفولو د افغان خبریالانو لپاره کاري چاپېریال تنګ او سخت کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند پر داسې مهال د رسنیزو سرغړونو د نوي کمېسیون د رامنځته کېدو خبر ورکوي چې تیره ورځ د طالبانو لخوا د اریانا خصوصي تلویزیون د دوو تنو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکړل شو.

د اریانا نیوز خصوصي تلویزیوني شبکې مسؤلینو ویلي چې د سیاسي خپروني چلوونکی عبدالوارث حسرت او د دغه تلویزیون بل خبریال اسلم حجاب تیره ورځ د طالبانو لخوا ونیول شول.

د یاد تلویزیون مسؤلینو نن چهارشنبه تائید کړې ده چې یاد خبریال نن بیرته خوشي شول.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د یادو خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د بخښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو له طالبانو څخه غوښتي چې یاد خبریالان ژر تر ژره خوشي کړي.

یادو بنسټونو همدارنګه ویلي چې د طالبانو حکومت باید د بیان ازادۍ او خبریالانو حقوقو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG