د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د متایل شرابو د څښلو له امله زیات کسان مړه شوي


هندي مقاماتو ویلي چې لږ تر لږه ٩٣ تنه د هغو شرابو د څښلو په وجه مړه شوي چې متایل الکول په کې وو.

دغه مړینې په دوو ځانگړو پیښو کې د اسام ایالت په یوه لرې پرته سیمه کې شوي دي. مقاماتو ویلي چې شاوخوا ٢٠٠ تنه نور په همدې وجه روغتون ته لیږدول شوي دي.

دا پیښه په هند کې د غیر قانوني شرابو د څښلو له وجې غټه مرگونې پیښه ده. ددغو ډول پیښو قربانیان اکثراً کارگران وي.

مقاماتو ویلي چې دغو کسانو د پنجشنبې په ورځ د الکولو له څښلو وروسته یو د بل پسې بیهوښه او روغتونونو ته انتقال شول. مقاماتو ویلي چې د شنبې تر ورځې پورې د مړینو شمیره ٨۴ تنو ته رسیدلې ده.

د هند اسام ایالت د روغتیا وزیر هیمانتا بیسوا شرما، ویلي چې د نورو ٢٠٠ تنو روغتیایي وضعیت چې لا هم په روغتون کې دي د اندیښنې وړ دی.

ددغو غیر قانوني شرابو د خرڅلاو د هټۍ خاوند او همداشان اته نور ددې پیښې په تړاو نیول شوي دي.

د اسام ایالت پولیسو ویلي چې پلټنې روانې دي تر څو د غیر قانوني الکولو د تولید او خرڅلاو عاملین ونیول شي.

په هند کې د غیر قانوني او بې کیفیته شرابو د څښلو په وجه د مړینو په اړه اکثر رپوټونه خپریږي. ددې ډول پیښو یو دلیل د خلکو فقر او غریبي ده چې نشي کولای کیفیت لرونکي الکول واخلي.

د همدې میاشتې په لومړیو کې د هند په اوتار پردیش ایالت کې شاوخوا ٨٠ تنه د همدې ډول الکولو د څښاک په وجه مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG