د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا کې محکمې یو پخوانی سرتیری افغانستان کې د بندیانو په وژلو پړ وګڼه


بن رابرټس سمیت
بن رابرټس سمیت

د استرالیا یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ جون اوله (غبرګولي ۱۱) حکم وکړ چې ددغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پخواني سرتیري بن رابرټس سمیت په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر وخت په غیرقانوني توګه افغان بندیان وژلي او نور جنګي جنایتونه یې کړي دي.

د استرالیا د فدرالي محکمې قاضي انتوني بسانکو حکم کړی چې د رابرټس سمیت د ځینو جنګي جنایتونو په اړه په ۲۰۱۸ کال کې په ورځپاڼو کې خپاره شوي راپورونه رښتیا دي.

د استرالیا د سیډني مارنینګ هیرالډ، ده ایج او کینبرا ټایمز ورځپاڼو د سمیت په اړه د نورو سرتیرو له قوله تحقیقاتي راپورونه خپاره کړې وو او نوموړی یې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د شپږو افغانانو په قتل تورن ګڼلی وو.

په دغو تورونو کې راغلي چې سمیت څه باندې لس کاله وړاندې د اروزګان په ولایت کې یو افغان بې وسلې ځوان په ډزو وژلی وو، او په یوه بله پیښه کې یې یو لاس تړلی افغان له پاڼه پورې وهلی او بیا یې ورباندې د ډزو کولو او وژلو امر ورکړی وو.

سمیت چې د استرالیا په پوځ کې یې د خدمت کولو ترټولو عالي مډالونه ترلاسه کړي او دا مهال د رسنیو د یو شرکت د مشر په توګه کار کوي، دا راپورونه درواغ ګڼلي وو او ددغو ورځپاڼو پر ضد یې د حیثیت د اعادې دعوا کړې وه.

خو د پنجشنبې په ورځ محکمې د هغه دعوا باطله وګڼله او وویل چې نوموړي "د اخلاقي اصولو او پوځي ښکیلتیا له قانون څخه سرغړونه کړې ده" او د هغه کړنې استرالیا ته د شرم لامل شوي دي.

قاضي انتوني بسانکو وویل چې محکمې پر سمیت باندې د شپږو له جملې څخه د څلورو قتلونو تورونه په اثبات رسولي دي. محکمې همدارنګه ویلي چې پر سمیت باندې د افغان سرتیرو او ملکي وګړو د ځورولو تورونه رښتیا دي.

د محکمې له پریکړې وروسته، تحقیقاتي ژورنالیست نیک مکینزي خبریالانو ته وویل چې اصلي قهرمانان هغه سرتیري دي چې د ناروا په لیدو یې د عدالت په خاطر غږ پورته کړ.

مکینزي وویل: "نن د عدالت ورځ ده. نن د استرالیا د هغو زړورو سرتیرو سره د عدالت ورځ ده چې غږ یې پورته کړ چې بن رابرټس یو جنګي مجرم او درواغجن دی. اسټرالیا په دغو سرتیرو ویاړي. د پوځ اکثریت سرتیري د دوی په څیر دي، چې د حق په طرفداري ودریدل او نن یې رسماً برائت واخیست."

رابرټس سمیت په افغانستان کې د شپږو دورو ماموریت په بهیر کې د ملکې ویکټوریا د مډال په شمول د سرښندنې په ګڼ شمیر مډالونو نازول شوی او د یو ملي قهرمان په سترګه ورته کتل کیدل.

XS
SM
MD
LG