د لاس رسي وړ اتصالات

ډکر: طالبان باید ځواب ووایي؛ مجاهد: امریکا باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي


د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډکر وايي طالبان باید د ښځو په کار باندې د بندیز، چې افغانستان ته د مرستو د نه رسېدو لامل کیږي، ځواب ووايي. خو طالبانو ددې امریکايي ډیپلوماتې خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه بللې ده.

د امریکا سفارت شارژدافیرې نن یکشنبه دسمبر ۲۵ (مرغومی ۴) په ټویټر کې د یو پیغام له لارې له طالبانو څخه په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار کولو باندې د هغوی د بندیزونو لګولو د پایلو پوښتنه کړې ده.

هغې په خپل ټویټ کې لیکلي: "له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د سترې مرستندویه ټولنې د استازي په توګه، زه احساس کوم چې زه حق لرم چې د دې وضاحت وکړم چې طالبان څنګه د ښځو او ماشومانو د لوږې د مخنیوي اراده لري، کله چې ښځې نور اجازه نه لري چې نورو ښځو او ماشومانو ته مرستې وویشي."

هغې د طالبانو د حکومت د اقتصاد سرپرست وزیر مسوول ګڼلی دی.

ددې امریکايي ډیپلوماتې په ځواب کې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې "امریکايي چارواکي باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي."

هغه د امریکا د شارژدافیرې په ځواب کې همدارنګه لیکلي چې کومې موسسې چې په افغانستان کې فعالیت لري، ددغه هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت مکلفې دي.

مجاهد لیکلی: "موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د افغانستان اسلامي امارت د پریکړو او مشرانو په اړه بې مسؤلیته خبرې یا تهدید وکړي."

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ د یو مکتوب له لارې ښځې په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې.

د طالبانو ددغه اقدام په ځواب کې درې بهرنیو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.

د ماشومانو د ژغورنې موسسې(Save the Children) ، د ناروی د مهاجرت شورا (Norwegian Refugee Council) او د پاملرنې (CARE) موسسې نن یکشنبې اعلان وکړ چې د دوی ددې پریکړې دلیل د ښځو پر کار د طالبانو بندیز دی.

د امریکا په شمول ځینو هېوادونو، اروپایې ټولنې او نړیوالو سازمانونو د طالبانو دغه پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک نن یکشنبې پر ښځو باندې د طالبانو د بندیزونو په هکله د نړیوالې ټولنې څخه د څرګند غبرګون غوښتنه وکړه. هغې وویل چې له کار، زده کړې او عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو په بې برخې کولو سره طالبان افغانستان ورانوي. دغه جرمنۍ چارواکې وويل چې جنسیتي ځورونه د بشريت پر وړاندې جرم بلل کېدای شي.

د اروپايي ټولنې یوې ویاندې، نبيله مسرلي، هم په ټویټر کې په یوه پیغام کې د طالبانو دغه عمل غندلی دی. مسرلي لیکلي: "اروپايي ټولنه په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو بندیز غندي. دا د خپلو بشري حقونو ترلاسه کولو دپاره د ښځو پر وړتیا بل سخت بندیز او له بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړونه ده. موږ پر خپلو مرستو باندې ددې اقدام اغېزې څېړو."

په عین حال کې، د سویس د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د طالبانو دې پرېکړې هیښ کړي دي.

د سویس د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا-پسیفیک څانګې مشر هینک شلنبرګ ویلي، چې د خپلو بشردوستانه هڅو په برخه کې د طالبانو د دې پرېکړې اغیزې څاري او له طالبانو څخه غواړي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د افغان ښځو او نجونو پر کار کولو د طالبانو بندیز ددغه هېواد لپاره "ویجاړوونکی" بللی و.

ښاغلي بلینکن اندېښنه ښودلې چې د طالبانو دا نوی ګام به میلیونونو افغانانو ته د اړینو بشري مرستو د رسولو بهیر له خنډ سره مخامخ کړي.

طالبانو د خپلې څه باندې یو کال واکمنۍ پر مهال پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، چې په هغو کې تر شپږم ټولګي پورته د زده کړې له حق څخه د نجونو بې برخې کول، په پوهنتونونو کې د نجونو د تعلیم ځنډول، د ښځو پر کار او له شرعي محرم پرته په سفر بندیزونه او داسې نور محدودیتونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG