د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ اسیا ایمرجینګ کپ سیالۍ؛ هند پاکستان ته ماتې ورکړه


عکس: د هند د کرکټ ټیم
عکس: د هند د کرکټ ټیم

د هند د کرکټ الف لوبډلې د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۸) د اسیا ایمرجینګ کپ په سیالیو کې د پاکستان الف (شاهین) لوبډلې ته د اوو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د کرک‌انفو وبپاڼې د معلوماتو په اساس هند د پچې له ګټلو وروسته د لومړۍ توپ‌وهنې پرېکړه وکړه او په شلو اورونو کې یې پاکستان ته د اتو لوبغاړو په زیان د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان الف لوبډلې ونشول کولی چې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړي‌ او په شلو اورونو کې د ۱۷۶ منډو په ترلاسه کولو سره یې هند ته لوبه وبایلله.

د هند الف لوبډلې کپتان تیلک ورما په توپ‌وهنه کې ښه وځلېد او تر ټولو زیاتې ۴۴ منډې یې وکړې. همدا شان پرابسیمران سینګ ۳۶،‌ ابیشیک شرما ۳۵ او نهال ودیرا ۲۵ منډې د خپلې لوبډلې لپاره ترلاسه کړې.

په توپ‌اچونه کې د هند الف لوبډلې انشول کامبوج د پاکستان شاهین درې او راسیخ سلام او نیشانت سیندو دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان الف شاهین لوبډلې لپاره عرفات منهاس تر نورو زیاتې ۴۱ منډې او یاسر خان ۳۳ منډې جوړې کړې خو هدف ته په رسېدلو بریالی نشول.

د اسیا کرکټ شورا د ایمرجینګ کپ شل اوریزې سیالۍ د اتو هېوادونو په ګډون پرون د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې۲۷) په عمان کې پیل شوې.

تېره ورځ د افغانستان الف‌(ابدالیانو) لوبډلې په دغو سیالیو کې سریلانکا ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان بله لوبه سبا د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ له بنګله‌ددیش سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG