د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ اسیا ایمرجینګ کپ سیالیو کې سري لانکا ته ماتې ورکړه


د افغانستان لپاره صدیق الله اتل ترټولو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۴۶ توپونو د ۸۳ منډو کولو وروسته وسوځېد او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان لپاره صدیق الله اتل ترټولو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۴۶ توپونو د ۸۳ منډو کولو وروسته وسوځېد او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان الف (ابدالیانو) کرکټ لوبډلې د جمعې په ورځ، اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) د اسیا کرکټ شورا د ایمرجینګ کپ په شل اوریزو لوبو کې سري لانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان د پچې له بایللو وروسته د لومړۍ توپ وهنې فرصت وموند او مقابل لورې ته یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د سري لانکا الف لوبډلې ټول لوبغاړي د ۱۵۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل او اوبه یې وبایلله.

د افغانستان لپاره صدیق الله اتل ترټولو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۴۶ توپونو د ۸۳ منډو کولو وروسته وسوځېد او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان بل توپ وهونکي زبید اکبري په ۵۴ توپونو ۵۷ منډې وکړې.

د سري لانکا توپ اچوونکي دوشان هیمانتا د افغانستان شپږ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې فریدون داودزي څلور او همدارنګه بلال سمیع او الله محمد غضنفر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

نوانیډو فرنانډو د سري لانکا یوازنی لوبغاړی و چې له پنځوس څخه زیاتې منډې یې کړې. هغه په ۳۲ توپونو د ۵۱ منډو کولو وروسته د منډې پرمهال وسوځېد.

په دې ټورنمنټ کې سبا شنبې د هند او پاکستان د الف ټیمونو ترمنځ لوبه کیږي. د افغانستان ابدالیانو بله لوبه د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۰) د بنګله دیش الف لوبډلې سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG