د لاس رسي وړ اتصالات

د دروېش رسولي سلیزه؛ افغانستان عمان ته ماتې ورکړه


د افغان ابدالیانو کپتان دروېش رسولي سلیزه وکړه.
د افغان ابدالیانو کپتان دروېش رسولي سلیزه وکړه.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) نن دوشنبه اکتوبر ۱۴ (تلې۲۳) د عمان لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان عمان ته په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د کپتان دروېش رسولي د ۱۰۹ منډو په واسطه د ۲۱۲ منډو هدف وټاکه. بل افغان لوبغاړي کریم جنت هم ۶۰ منډې وکړې.

د عمان لوبډلې یوازې ۱۶۷ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

دروېش رسولي ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا لوبه د افغانستان، عمان او هانګ کانګ ترمنځ د ۲۰ اوریزو لوبو د درې اړخیزې لړۍ برخه ده چې په عمان کې کېږي.

افغانستان په دې بري سره د دغې لړۍ پایلوبې ته لاره وکړه چې سبا سه شنبې د هانګ کانګ سره کیږي.

افغان ابدالیانو تېره ورځ هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG