د لاس رسي وړ اتصالات

تایوان وايي د چین یو بالون یې حریم ته وراوښتی


تایوان وايي پر منځنۍ کرښه د چین د یو بالون له لیدل کیدو وروسته یې خپلو ځمکنیو د توغندیو سیستمونو ته د تیاري امر کړی دی.
تایوان وايي پر منځنۍ کرښه د چین د یو بالون له لیدل کیدو وروسته یې خپلو ځمکنیو د توغندیو سیستمونو ته د تیاري امر کړی دی.

د تایوان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) وویل، یو چینایي بالون یې کشف کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ د تایوان د تنګي له منځنۍ کرښې د تایوان لور ته تیریږي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې د تایوان یو شمالي ښار ته په اشارې وویل: "د چین د خلکو جمهوریت یو بالون پرون [ځايي وخت] ۱۱:۵۲ بجې د کیلونګ جنوب لویدیځ په ۱۸۷ کیلومترۍ کې د تایوان تنګي د منځنۍ کرښې څخه د تیریدو په حال کې ولیدل شو. بالون ختیځ ته روان و او په ۱۲:۵۵ بجو له سترګو پناه شو."

وزارت په خبرپاڼه کې تصویرونه هم خپاره کړي چې دغه بالون په یو غیرمستقیم مسیر کې د حرکت په حال کې ښيي.

د دفاع وزیر چیو کو چینګ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: "زموږ لومړنۍ ارزونه دا ده چې دا ممکن د اقلیم د وضعیت معلومولو بالون وي چې د مانسون بادونو د تایوان په لور روان کړی دی."

هغه زیاته کړه چې دا ډول بالونونه د هوا د شدت معلومولو او د اقلیم اړوند نورو څیړنو او معلوماتو راټولولو لپاره کارول کیدی شي.

د پنجشنبې په ورځ، وزارت راپور ورکړ چې د ماښام په ۷:۳۰ بجو یې اووه چینايي الوتکې له منځنۍ کرښې څخه د تیرېدلو په حال کې کشف کړي دي.

د وزارت په حواله، "الوتکو د [چینایي جنګي] کښتیو سره ګډه ګزمه هم ترسره کړې ده." وزارت زیاته کړه، چې د غبرګون دپاره د تایوان ځمکنیو د توغندیو سیستمونو ته د تیاري امر شوی دی.

د جمعې په سهار د وزارت راپور وویل، د سهار تر شپږو بجو، په ۲۴ ساعتونو کې د چین ۲۷ الوتکې له منځنۍ کرښې وراوښتي دي.

چین د تایوان خپلواک ټاپو د خپلې خاورې برخه بولي او په وروستیو کلونو کې یې پر دغه ټاپو باندې پوځي او سیاسي فشارونه زیات کړي دي

په داسې حال کې چې بیجینګ نږدې هره ورځ تایوان ته جنګي الوتکې او کښتۍ لیږي، د چینایي الوتکو لخوا د شپې فعالیت او د بالون څرګندیدل کم ساري دي.

د دفاعي چارو شنونکي سو زو یون وویل چې له دې وړاندې هم د تایوان پر اصلي ټاپو او شاوخوا سیمو باندې د چین اقلیمي بالونونه لیدل شوي کوم چې، د نوموړي په خبره، "پوځي ګواښ نه رامنځته کوي."

خو د تایوان د ملي دفاع او امنیت د څیړنې انسټیټیوټ دغه شنونکي وویل چې د پنجشنبې د ورځې بالون "ښایي یو قصدي ازموینه وي."

هغه وویل: "د هوا پېژندنې د موخو ترڅنګ، دا د [چین د] ختیځ پوځي قوماندې له خوا په قصدي ډول ترسره شوې ازموینه یا سیاسي سیګنال هم کیدی شي." هغه زیاته کړه چې دا د "سیاسي ځورونې" یوه بڼه کیدی شي.

د فبرورۍ په میاشت کې، یو چینایي جاسوس بالون چې د متحده ایالاتو په اوږدو کې الوتنه کوله، د متحده ایالاتو د یوې جنګي الوتکې له خوا وویشتل شو، چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنځ دپلوماتیکه نارضایتي رامنځته شوه.

دغه لوی بالون چې بریښنایی وسایل پکې ځای پرځای شوي وو، د متحده ایالاتو د حساسو نظامي تاسیساتو دپاسه الوتنه وکړه او داسې اندیښنې یې راپورته کړې چې بیجینګ ممکن حیاتي استخباراتي معلومات ترلاسه کوي.

یو امریکایي چارواکي هغه مهال وویل، دغه بالون څو انتنونه درلودل چې د مخابراتي تماسونو او موقعیتونو په اړه یې د معلوماتو ټولولو وړتیا لرله.

چین وویل اقلیمي بالون یې لار غلطه کړې وه او د استخباراتي معلوماتو راټولولو دپاره د ددغه بالون د استعمالېدو ادعا یې رد کړه.

پنټاګون د جون په میاشت کې دې پایلې ته ورسید چې د چین دغه بالون حساس معلومات نه دي راټول کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG