د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د سه شنبې په ورځ دسمبر په ۳۱ (مرغومي ۱۱) اعلان وکړ چې د یمن په پلازمینه صنعا او د هغه په ساحلي سیمو کې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ، د حوثي یاغیانو پر مورچلو څو دقیق پرله پسې بریدونه کړي دي.
سنتکام په خپله ویب پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا د سمندري ځواکونو کښتیو او الوتکو د دسمبر په ۳۰مه او ۳۱مه د حوثیانو د قوماندې او کنټرول مرکز په نښه کړ. په دې مرکز کې د پرمختلو دودیزو وسلو د تولید تاسیسات او د ذخیره کولو اسانتیاوي موجودې وې چې توغندي او ډرون یې ذخیره کول.
د اعلامیې له مخې، دا تجهیزات د حوثیانو په عملیاتو کې په ځانګړې توګه په جنوبي سره بحیره کې او د عدن په خلیج کې د متحده ایالاتو د جنګي کښتیو او سوداګریزو کښتیو په وړاندې د بریدونو لپآره کارول کیدل.
سربیره پردې ، د متحده ایالاتو سمندري او هوایی ځواکونو "د حوثي یاغیانو د ساحلي رادار یو سایټ ویجاړ کړ او د سرې بحیرې په فضا کې یې اوه کروز توغندي او یو طرفه (ځانمرګي) ډرون الوتکې له منځه یوړلې."
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې په دې عملیاتو کې امریکايي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اووښتی.
د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې دا هم ویلي چې: "دا بریدونه د سنتکام د هڅو یوه برخه ده چې د ایران په ملاتړ څځه د برخمنو حوثیانو هڅې شنډې کړي چې سیمه ییز ملګري او په سیمه کې نظامي او سوداګریزې کښتۍ ګواښوي."
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې مرستیال د دوشنبې په ورځ پر اسرائیل د حوثي یاغیانو بریدونه غندلي وو او د دغو بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې وه.
د حوثي یاغیانو پر مرکزونو د سنتکام بریدونه په داسې حال کې شوي، چې اسرائیل هم په تېره یوه اوونۍ کې د دغې ډلې پر ضد خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي.
د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو د ډسمبر په ٢٢مه خبردارى ورکړ، چې د امريکا په ګډون له خپلو متحدينو سره په ګډه به د يمن د حوثي ياغيانو پر وړاندې په "قوت او هوډ" عمل وکړي.
پر غزې د اسرائیل له بریدونو وروسته، چې د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته پیل شوي، په یمن کې حوثي یاغیانو د فلسطینیانو د ملاتړ او پیوستون په نامه په سور سمندرګي کې کارګو او سوداګریزې کښتۍ په نښه کړي.
د دغو بریدونو په غبرګون کې امریکا او بریتانیا د تیر کال د جنورۍ له نیمایي راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بریدونه پیل کړي، خو دغو بریدونو د دغې ډلې د کړنو په مخنیوي کې اغېز نه دی کړی.
دا بریدونه د دې لامل شوي چې یو شمیر شرکتونه د سره سمندر له لارې کښتۍ چلول ودروي او پرځای یې د سویلي افریقا له لارې د دوه اونیز سفر په ترسره کولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
ددې خبر په برابرولو کې د فرانس پرس اژانس رپوټ هم کارول شوی دی
فورم \ دبحث خونه