د لاس رسي وړ اتصالات

میچل: په کابل کې د بریتانیې د سفارت د بیا پرانستلو لپاره وضعیت مناسب نه دی 


د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير اندريو ميچل
د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير اندريو ميچل

د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير اندريو ميچل ويلي، هېواد يې د طالبانو له رسمیت پيژندلو لرې دی او دا مهال په کابل کې د بريتانيا د سفارت د پرانستلو لپاره شرايط مناسب نه دي.

میچل زیاته کړه چې د بریتانیا حکومت به په کابل کې ددې هیواد د سفارت د پرانستلو پر غوښتنو غور وکړي، خو هغه وویل چې اوسنی "امنیتي او سیاسي وضعیت" په کابل کې د بریتانیا ډپلوماتیک حضور ته اجازه نه ورکوي.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو له حکومت سره د برتانیې د تعامل په اړه د بریتانیا د پارلمان د دفاعي چارو د کمیټې د پخواني رئیس توبیاس ایلووډ د تازه غوښتنې په غبرګون کې د وکیلانو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر وخت کړي دي.

په تېر دوبي کې افغانستان ته له سفر وروسته، ایلووډ له طالبانو سره د خبرو او په کابل کې د بریتانیا د سفارت د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه. پر نوموړي پراخې نیوکې د دې لامل شوې چې د طالبانو په ملاتړ د خپلو څرګندونو له امله بښنه وغواړي او د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړي.

میچل بریتانوي وکیلانو ته وویل چې د طالبانو "مخ په زیاتېدونکی ځپونکی" چلند په ښځو او نجونو "ویجاړونکي اغیز" لري او په افغانستان کې د لږکیو ډلو باندې د "بې توپیره بریدونو" د زیاتوالي لامل شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې بیا واک تر لاسه کړ او پر ښځو یې سخت مقررات وضع کړل.

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته ښځې او نجونې له زده کړو منع کړې او له څو دفترونو پرته يې د ښځو پر کار زيات محدوديتونه وضع کړي او د ملګرو ملتونو په ګډون يې په دولتي، نادولتي او نړيوالو ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير وويل، هماغسې چې د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليکونو کې راغلي اساسي هيله دا ده، چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو د فعاليتونو په اډه بدل نه شي.

هغه وویل: "زموږ لوړپوړي مقامات په منظمه توګه له طالبانو سره د هغو څلورو بریتانوي اتباعو د خوشې کولو په اړه خبرې کوي چې په تېر اکتوبر کې [د طالبانو له خوا] نیول شوي وو."

خو میچل وویل چې له طالبانو سره تماس د دې ډلې د رسمیت پیژندلو په معنا نه دی. هغه وويل: "موږ د طالبانو له پيژندلو څخه لرې يوو او موږ بايد پر هغوى فشار ته دوام ورکړو چې خپله تګلاره بدله کړي."

میچل وویل: "د سفارت د پرانستلو په اړه د [ایلووډ] د غوښتنې په هکله، موږ دې موضوع ته پام کوو او هغه ارزوو."

ایلووډ ، دغه راز د افغانستان په اړه د بریتانیا تګلارې ته د بیا کتنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په اسانۍ سره د افغان مېرمنو او نجونو د ژوند د ښه کولو لپاره کارول کېدای شي.

د برتانیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل، وروسته له دې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واکمن شول، بریتانیا له افغانستان سره څه باندې ۶۰۰ میلیونه پونډه (شاوخوا ۷۶۳ میلیونه ډالره) بشري مرستې کړې دي.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان واکمن دي، هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په افغانستان کې ښکیلو هیوادونو تل په بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او اقلیتونو حقونو ته په درناوی او د طالبانو له خوا د ټول شموله حکومت په جوړولو ټينګار کړی دی.

په کابل کې له څو هېوادونو پرته د ډېرو هېوادونو سفارتونه تړلي دي، خو د پاکستان، ایران چین او روسیې په ګډون د افغانستان د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او د یو شمېر عربي هېوادونو، سفارتونه په کابل کې پرانستي دي او طالبانو هم دغو هېوادونو ته خپل ډپلوماتان لېږلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG