د لاس رسي وړ اتصالات

بنگله دیش د میانمار سره د روهینگیایانو د بیرته لیږلو موافقه وکړه


بنگله دیش د میانمار د حکومت سره موافقه کړیده چې هغه روهینگیایان چې بنگله دیش ته یې کډه کړیده، بیرته خپل ملک ته ولاړ شي. په عین وخت کې ملگرو ملتونو خبردارې ورکړیدی چې په میانمار کې اوس هم د روهینیگیایانو عامه وژنه روانه ده.

د میانمار د ټولنیزې پرمختیا وزیر د امریکاغږ برما څانگې ته وویل چې د نومبر په ١٥ به د هغو کسانو چې بنگله دیش ته یې کډه کړیده، بیرته میانمار ته تگ پیل شي. هغه وویل چې تروسه پورې یې ٥٠٠٠ مهاجر د بیرته تگ لپاره تائید کړیدي.

د راخین ایالت نه تیر کال شاوخوا ٧ سوه زره روهینگیایان د پوځي عملیاتو نه وروسته د تشدد او عامه وژنې نه د خوندیتیوب لپاره بنگله دیش ته وتښتیدل.

د میانمار حکومت وایي چې دغه عملیات یې د سختدریځو ضد کړیدي خو خبري رسنیو او ځایي روهینگیایانو په دغه سیمې کې د گڼ شمیر قتلونو، تشدد او جنسي تیریو رپورټونه ورکړیدي.

د ملگرو ملتونو ویاند سټیفن ډوجیرس په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې هغوي ټینگار کوي چې د مهاجرینو په بیرته تگ کې بیړه نه کوي.

هغه وایي چې په مهاجرینو د بیرته تگ لپاره فشار ندي اچول پکار او چې کله هغوي پخپله وغواړي نو بیرته به لاړ شي.

XS
SM
MD
LG