د لاس رسي وړ اتصالات

پوپ فرانسس په میانمار کې د تشدد ختمیده غواړي


پاپ فرانسس د میانمار د ولسمشر تن یاو سره
پاپ فرانسس د میانمار د ولسمشر تن یاو سره

پوپ فرانسس په میانمار کې د خلکو د حقوقو غوښتنه کړې خو روهینگیا مسلمانان یې په ځانگړي توگه ندي یاد کړي

د کاتولکانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د سه شنبې په ورځ په میانمار کې د خپل سفر په وخت وویل چې د میانمار د ښه راتلونکي لپاره دا ضروري ده چې د ټولو قامونو درناوې وشي. ښاغلي فرانسس دغه وینا په میانمار کې د روهینگیا مسلمانانو ضد روان تشدد ته په اشارې وکړه.

د یادونې وړ ده، تیره اونۍ ملگرو ملتونو په میانمار کې د روهینگیا مسلمانانو په ضد تشدد ته د نسل وژنې نوم ورکړیدی.

پوپ فرانسس د میانمار مشرانو او چارواکو ته په خپله وینا کې د روهینگیا مسلمانانو نوم په ډاگه وانخیست خو په میانمار کې په روان تشدد یې سخت خپگان څرگند کړ. هغه وویل چې د میانمار اوسیدونکي دغې کورنۍ شخړې ډیر زیات ځبلي دي.

ښاغلي فرانسس د ټولو خواو نه وغوښتل چې هر هغه کس چې میانمار خپل کور گڼي، پکار ده هغوي ته په میانمار کې اساسي بشري حقوق ترلاسه شي.

روهینگیا مسلمانان د یو داسې ناورین سره مخ دي چې دولت یې هم ملاتړ کوي. روهینگیایان د لسیزو راهیسې د بشري حقونو نه محرومه دي. حتی هغوي په برما کې د تعلیم او صحي مرکزونو نه هم محرومه دي.

د میانمار پوځ وایي چې هغوي دغه عملیات د سختدریځه یاغیانو په ضد کوي. له بلې خوا روهینگیا مسلمانان وایي چې د برما پوځ پرې هر ډول مظالم کوي چې پکې جنسي تیري، د مړو سوځول، د بدن د غړو پرې کول او داسې نور ظلونه شامل دي.

تر اوسه پورې د ٦ لکو نه زیات روهینگیایانو گاونډي ملک بنگله دیش ته کډه کړیده.

XS
SM
MD
LG