د لاس رسي وړ اتصالات

میانمار ته د روهینگیا د کډوالو د بیرته ستنیدو لپاره د چین پلان


چین د روهینیگا اقلیت مسلمان په وړاندې د تشدد د ختمیدو لپاره د دریو پړاونو جوړ یو پلان وړاندې کړی.
چین د روهینیگا اقلیت مسلمان په وړاندې د تشدد د ختمیدو لپاره د دریو پړاونو جوړ یو پلان وړاندې کړی.

د اسیايي او اروپایي هیوادونو غونډه یا 'اسیام' د دوشنبې په ورځ (نوامبر شلم) د ٥١ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازو په داسې حال کې برخه اخیستې وه چې میانمار کې د روهینګیا مسلمان اقلیت پر ضد د تشدد له امله سلګونه زره خلک بنګلادیش ته مهاجر شوي دي.

دا غونډه چې دوه ورځې به دوام وکړي د میانمار د مشرې انگ سان سوچی په وینا پیل شوه.

که څه هم تمه کیده چې دې غونډې کې به د نړیوال او سیمه ایزو ستونزو باندې خبرې وشي خو میرمن سوچی په مستقیم ډول په هیواد کې د ورهینگیا کړکیچ ته اشاره ونکړه.

د میانمار په اکثریت بودایي میشته راخین ایالت کې د سږکال اگست میاشت نه راپدیخوا د روهینگیا مسلمان اقلیت څه د پاسه ٦٠٠ زره خلک د هیواد د پوځي عملیاتو له امله بنگله دیش ته پناه وړې ده.

د بشري حقونو مدافعین د میانمار پوځ په دې ظلم باندې گرم بولي او پر انگ سان سوچي نیوکې کیږي چې د دغه ناورین په وړاندې یې کلک دریځ نده غوره کړی.

چین د روهینگیا اقلیت مسلمان د کړکیچ د ختمیدو لپاره د دریو پړاونو جوړ یو پلان وړاندې کړی. اول پړاو یې په راخین ایالت کې د اوربند نافذیدل دي، دویم پړاو له بنگله دیش نه د روهینیگا مسلمان اقلیت کډوال بیرته راتگ دی او دریم پړاو دغو راستانه شویو خلکو سره بشري مرستې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کنگ د دې پلان په هکله وویل"د دریو پړاونو جوړ دا پلان د بنگله دیش د مشرانو له خوا منل شوی. پرون په میانمار کې هم د هغه هیواد د مشرانو له خوا ومنل شو. هیله مند یو چې دا پلان نه یوازې د روهینگیا د خلکو غمیزه پای ته ورسوي بلکې دا ستونزه په اساسي توگه حل کړي."

د دې غونډې په ځنډه کې د اورپایي اتحادیې مشره فدیرکا موگیرني خبریالانو ته وویل چې د راخین ایالت کې د روهینیگیا مسلمان اقلیت د اندیښنو په اړه یې د انگ سان سوچي او نورو وزیرانو سره مثبتې خبرې کړي.

میرمن موگیرني میانمار ته له تگ نه مخکې بنگله دیش ته تللې و او په هغه هیواد کې د روهیگنیا کډوالو کمپونو کې د کډوالو سره لیدلي و.

موگیرنې وویل چې د بنگله دیش د صدراعظمې شیخ حسینه سره یې خبرې کړې او ېقین لري چې بنگله دیش او میانمار به راخین ایالت ته د روهینگیا د مسلمان اقلیت کډوالو د مصونه بیرته راتگ په اړه یوې موافقې ته ورسیږي او اروپایي اتحادیه به په دې برخې کې مرسته وکړي.

خو تر اوسه روښانه نده چې په بنگله دیش کې پراته ٦٠٠ زره مسلمانان څنگه او کله بیرته په مصونه توگه راخین ایالت ته ستنیدی شي په داسې حال کې چې په زرگونه ښځې او ماشومان له راخین نه د لوږې او بې ثباتۍ له امله د تیښتې په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG