د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د بخښنې نړیوال سازمان راپور 'د یهودانو ضد تور' وګاڼه او رد یې کړ


وروسته له هغې چې د بخښنې نړیوال سازمان اسرائیل په غزه کې په "نسل وژنه" تورن کړ، د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه په کلکه رد کړل او هغه یې د "یهودانو ضد تور" وباله.

د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ دسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۵) په دې اړه د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د دغه سازمان نوی راپور نړیوالې ټولنې ته د "بیدارۍ غږ" دی. په بریتانیا کې میشت دغه سازمان وویل چې د دوی موندنې د "د اسرائیل د حکومت او نظامي چارواکو لخوا د غیر انساني او د نسل وژنې اړوند بیانونو" د ویجاړیو په اړه د سپوږمکۍ مستندو عکسونو، په ساحه کې د کار او له غزې څخه د راپورونو پر اساس دي.

اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور په غبرګون کې یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل: "د بخښنې نړیوال سازمان چې یو متعصب سازمان دی، یو ځل بیا یو جعلی راپور جوړ کړی چې په بشپړ ډول ناسم او په دروغو ولاړ دی."

په دغه بیان کې اسرائیل د حماس ډله د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه په اسرائیل په برید کې د «نسل وژنې په هدف په وژنو» تورنه کړې او اعلان یې کړی چې د نړیوالو قوانینو سره سم له ځان څځه دفاع کوي. اسرائیل ویلي چې دوی یوازې د حماس سره جګړه کوي، نه د غزې له خلکو سره.

د حماس ډلې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سيمو بريد وکړ او د اسرائيلي چارواکو په وينا يې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ ډېر يرغمل کړل.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې د حماس پر ضد ځوابي بریدونه پیل کړل، چې د فلسطیني د روغتیايي چارواکو په وینا تر اوسه یې تر ۴۴۵۰۰ ډېر کسان وژلي، چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیل په پرله پسې ډول د نسل وژنې ادعاوې رد کړي او ادعا کوي چې حماس ډله په غزه کې ملکي وګړي د انساني سپر په توګه کاروي.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنیس کالمارد په یو بیان کې ویلي: "اسرائیل د پرله پسې میاشتو راهیسې په غزه کې له فلسطینیانو سره د یوې مادونې ډلې په توګه چلند کوي چې ګواکې د بشري حقونو او کرامت ارزښت نه لري او د هغوی د فزیکي تباه کولو لپاره یې اراده څرګنده کړې ده."

هغه زیاته کړه چې د بخښنې نړیوال سازمان د راپور موندنې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د کنوانسیون پر معیارونو ولاړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په ۳۰۰ مخیز راپور کې "په قصدي او مستقيم ډول پر ملکي وګړو، پر ملکي تاسیساتو بریدونه، چیرته چې حماس یا پوځي اهداف شتون نه درلود، د اوسیدنې د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د پراخو ویجاړونکو درنو چاودیدونکو وسلو کارول، د مرستو د ویش مخه نیول او د غزې د ۹۰ سلنه نفوس بې ځایه کېدل" په ګوته کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د اکتوبر د اوومې نیټې له حملې څو ورځې وروسته اسرائیل د بریښنا، اوبو او ګازو د پرې کولو په شعار سره غزه محاصره کړه او له هغه وخت راهیسې یې غزې ته د محدودو مرستو د داخلیدو اجازه ورکړې ده.

اسرائیل تل د ملکي تلفاتو پړه په حماس او د انساني مرستو د کمښت پړه پء ملګرو ملتونو اچولې ده.
اسرائیل ادعا کوي چې دوی یوازې سرتیري په نښه کوي او د ملکي خلکو وژنه د حماس لخوا د استوګنې سیمو او کورونو، ښوونځیو، روغتونونو او جوماتونو ته نږدې زیربنا د کارولو پایله ده.

کالامار ویلي هغه هیوادونه چې اسرائیل ته وسلې لیږي د ملګرو ملتونو د کنوانسیون له مخې د نسل وژنې د مخنیوي په برخه کې له خپلو مکلفیتونو سرغړونه کوي او له دغه هیواد سره د هم لاسي کیدو له خطر سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداشان ویلي چې د حماس له خوا د ترسره شویو جرمونو په اړه به جلا راپور خپور کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG