د لاس رسي وړ اتصالات

د هند هوايي شرکت ۱۰۰ ایربس مسافروړونکې الوتکې پېري


ایر اینډیا وايي له ایربس څخه ۹۰ نورې A320  الوتکې او لس  A350 الوتکې پیري.
ایر اینډیا وايي له ایربس څخه ۹۰ نورې A320  الوتکې او لس  A350 الوتکې پیري.

د هند هوايي شرکت (ایر اینډیا) د دوشنبې په ورځ، دسمبر نهمه (لیندۍ ۱۹مه) وویل، چې د خپلو الوتنو د تقویې لپاره یې د ایربس د ۱۰۰ نورو الوتکو د پیرلو غوښتنه کړې ده.

د هند ټاتا ګروپ پورې اړوند دغه هوايي شرکت ویلي چې په دې غوښتنه کې ۹۰ A320 الوتکې چې لنډ واټن وهي او لس A350 الوتکې چې د لیرې واټن لپاره سفر کولای شي، شاملې دي.

یاد شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا نوې غوښتنه د هغو ۴۷۰ الوتکو د پیرلو د تړون برسیره ده، چې تېر کال یې له ایربس او بوینګ شرکتونو سره د ۷۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی وو.

اعلامیه زیاتوي، چې د دې نویو الوتکو په پیرلو سره د هند د هوايي کرښو د الوتکو شمېر ۳۵۰ ته رسیږي. په پام کې ده چې په راتلونکي کې به دا شمېر نور هم زیات شي، خو په اعلامیه کې د ټولو الوتکو د مجموعي ارزښت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

ټاټا ګروپ په ۲۰۲۲ کال کې د هند ملي هوايي چلند اداره په خپل لاس کې واخیستله او د نویو الوتکو په پیرلو او د موجوده الوتکو په ترمیمولو سره یې د دې شرکت د عایداتو کچه لوړه کړې ده.

د ایربس شرکت رئیس ګییوم فوری هم په یوې اعلامیې کې د ایر اینډیا د وروستۍ پانګونې هرکلی کړی دی.

هغه ویلي: "زه د هند د هوايي چلند د ستر پرمختګ شاهد یم.... او خوښ یم چې د هند هوايي کرښې یوځل بیا د دې الوتکو په پیرلو سره په ایربس خپل باور څرګند کړی دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG