د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له متحدو عربو اماراتو څخه د کرکټ د دریو لوبو لړۍ وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د متحدو عربو اماراتو لوبډلې ته په درېیمې شل اوریزې لوبې کې هم ماتې ورکړه او دا لړۍ یې ۲-۱ وکټله.

دا لوبه د سه شنبې په ورځ جنوري دویمه (مرغومې۱۲) د شارجه په نړیوال کرکټ لوبغالي کې وشوه.

د اماراتو لوبډله په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې افغانستان ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، چې افغانستان د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸.۳ اورونو کې پوره کړ.

د بري شپږیزه نجیب الله ځدراڼ وواهه، ده ۲۸ منډې وکړې. رحمان الله ګربز په ۲۰ منډو، ابراهیم ځدراڼ په ۲۳، حضرت الله ځاځی په ۳۶ او دروېش رسولي په دوو، عظمت الله عمرزی په ۱۶ او محمد نبي په دوو منډو اوټ شول.

د اماراتو په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې ۲۷ منډې کپتان محمد وسیم وکړې. ده په تېرې لوبې کې چټکه پنځوسیزه کړې وه.

په افغان توپ اچوونکو کې نوین الحق تر ټول ډېر څلور لوبغاړي اوټ کړل. دا په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د نوین الحق تر ټولو ښه توپ اچوونه وه چې په یوې لوبې کې دومره لوبغاړي سوځوي. قیس احمد درې او عظمت عمرزي د اماراتو دوه لوبغاړي اوټ کړل.

دا د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو وروستۍ لوبه وه. په تېرو دوو لوبو کې یې یوه افغانستان او بله اماراتو ګټلې وه.

افغانستان له دغو لوبو وروسته هند ته ځي او له کوربه هېواد سره د جنورۍ په ۱۱ نېټه درې شل اوریزې سیالۍ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG