د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان متحده عربي اماراتو ته په شل اووریزه لوبه کې ماتې ورکړه


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومی اتمه) له متحده عربي اماراتو څخه د دریو شل اووریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د ۷۲ منډو په توپیر وګټله.

د متحده عربي اماراتو لوبډلمشر د نننۍ لوبې د پچې تر ګټلو وروسته، افغان لوبډلې ته د بیټینګ (منډې جوړولو) بلنه ورکړه.‌

د افغانستان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اوورنو کې او د دریو لوبغاړو په سوځیدو یې مخالفې لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو ډیرې منډۍ لوبډلسمشر ابراهیم ځدران او رحمن الله ګربز جوړې کړې. ځدران ۵۹ منډې وکړ چې بیا د محمد جواد الله لخوا وسوځیدی، خو رحمن الله ګربز بیا په نننۍ لوبه کې په ۵۲ بالونو ۱۰۰ منډې وکړې او پدې توګه دا یې په شل اووریزو لوبو کې لومړنۍ سلیزه شوه.

بلخوا په نننۍ لوبې کې افغان توپ اچوونکو پرېنښودل چې د متحدو عربو اماراتو لوبغاړي دا هدف پوره کړي. افغان لوبغاړو خپل مخالف لوبغاړي په شلو اورونو کې په ۱۳۱منډو کې اوټ کړل.

لوبه کې فضل الحق فاروقي دوه، نوین الحق او قیس احمدي د مخالف لوري یوه یوه ویکټه واخیستله.

د عربي متحده اماراتو لوبډلې لپاره تر ټولو ډیرې منډې ارویندا جوړې کړې. هغه په ۶۴ بالونو ۷۰ منډې وکړې، خو نورو لوبغاړو بیا تر شلو زیاتې منډې ونکړې.‌

همدارنګه د اماراتو لوبډلې لپاره محمد جواد الله‌، جنید صدیقي او عیان افضل یوه یوه ویکټه واخیستله.‌

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دویمه شل اووریزه لوبه د ډسمبر په ۳۱مه نېټه،‌ په شارجه کې تر سره کیږي.

تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه) په یوې دوستانه لوبې کې د متحدو عربو اماراتو لوبډلې ته د ۱۰۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

همدارنګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اووریزو لوبو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته اته ځلې ماتې ورکړې او دوه ځلې یې ورڅخه ماته منلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG