د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا له پاکستان څخه د کرکټ ټیسټ لوبې لړۍ وګټله


د استرالیا سره د ټیست لومړنۍ لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د پاکستان ټول لوبغاړي د یوازې ۸۹ منډو کولو وروسته وسوځېدل.
د استرالیا سره د ټیست لومړنۍ لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د پاکستان ټول لوبغاړي د یوازې ۸۹ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د استرالیا او پاکستان ترمنځ د کرکټ ټیسټ سیریز دوهمه لوبه د استرالیا په ملبورن کې د جمعې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) کوربه هېواد د ۷۹ منډو په توپیر وګټله او سیریز یې په خپل نوم کړ.

د دسمبر په ۱۷مه ددغه سیریز په لومړنۍ لوبه کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۳۰ اورونو کې د یوازې ۸۹ منډو کولو وروسته سوځېدلي وو. دغه لوبه د ۳۶۰ منډو په توپیر استرالیا ګټلې وه.

خو په دوهمه سیالۍ کې پاکستان نسبتا ښه لوبه وکړه. د پچې له ګټلو او د توپ اچونې له انتخاب وروسته یې د استرالیا د ۳۱۸ منډو په ځواب کې ۲۶۴ منډې وکړې او په دوهمه پاڼۍ کې کوربه هېواد ۲۶۲ او پاکستان ۲۳۷ منډې وکړې.

په دغه لوبه کې د استرالیا توپ اچوونکي پاټ کمینز په ۲۰ اورونو کې یوازې ۴۸ منډې ورکړې، د پاکستان پنځه لوبغاړي یې وسوځول او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

کمینز په لومړنۍ ټیسټ لوبه کې هم د پاکستان پنځه لوبغاړي سوځولي وو.

پاکستان په تیرو څه باندې ۲۰ کلونو کې په استرالیا کې د ټیسټ لوبه نه ده ګټلې.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان سیریز وروستۍ لوبه د جنوري په دوهمه پیل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG