د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ په یوې دوستانه لوبې کې متحدو اماراتو ته ماتې ورکړه


د افغانستان او متحدو عربو اماراتو ترمنځ دویمه دوستانه لوبه د چهارشنبې په ورځ ده
د افغانستان او متحدو عربو اماراتو ترمنځ دویمه دوستانه لوبه د چهارشنبې په ورځ ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه) په یوې دوستانه لوبې کې د متحدو عربو اماراتو لوبډلې ته د ۱۰۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان لوبډلې،‌ چې اکثریت لوبغاړي یې نوي ځوانان و، لومړی توپ وهنه وکړه او په ۴۷.۲ اورونو کې یې مخالفې لوبډلې ته د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ وهونکو کې بهیر شاه محبوب ۴۴، ګلبدین ۴۲ او رحمت شاه ۳۸ منډې وکړې.

خو افغان توپ اچوونکو پرېنښودل چې د متحدو عربو اماراتو لوبغاړي دا هدف پوره کړي. افغان لوبغاړو خپل مخالف لوبغاړي په ۳۰.۴ اورونو کې په ۱۰۵ منډو کې اوټ کړل.

یمین احمدزي تر ټولو ډېر پنځه کسان وسوځول. بلال سمیع او فرید ملک دوه دوه او ګلبدین نایب یو لوبغاړي اوټ کړل.

له لوبې وروسته د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي وویل چې دوی ډېر غټ هدف ورکړی نه و، خو افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچوونه وکړه او مخالف لوبغاړي یې پرېنښودل چې همدا کم هدف هم پوره کړي.

دا د افغانستان او د متحدو عربو اماراتو ترمنځ دوستانه لوبه ده. دویمه لوبه یې د چهارشنبې په ورځ ده. له دغو لوبو وروسته د دواړو خواو ترمنځ درې شل اوریزې رسمي سیالۍ کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG