د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د لیتیم په گډون د هیواد د پراخو کانونو ایستلو ته د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د حکومت ملاتړ جلب کړي.
لیتیم د سپینو زرو په څیر فلز دی چې د موبائیل تیلیفونونو او کمپیوترونو په بطریو کې استعمالیږي او د اوسني عصر لپاره خورا مهمه ماده گڼل کیږي. په افغانستان کې د لیتیم عمده منابع د غزنی، هرات او نیمروز په ولایتونو کې واقع شوي دي.
اټکل کیږي چې د افغانستان طبیعي شتمنۍ به له یو تریلیون نه تر درې تریلیونو ډالرو پورې ارزښت ولري، خو په دې هیواد کې د طالبانو د تاوتریخوالي او پراخو امنیتي ستونزو له کبله په دې هکله اقدامات تر ډیره په ټپه دریدلي دي.
تر اوسه د افغانستان په هکله د ښاغلي ټرمپ پالیسي تر ډیره حده ناڅرگنده ده او ښاغلي ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې څخه نیولې تر اوسه پورې چې د جمهوري ریاست دوه نیمې میاشتې یې تیرې شوي، د امریکا د اوږدې جگړې په هکله چې په افغانستان کې روانه ده ډیرې لږ څه ویلي دي.
د اسوشیتید پرس اژانس وایي چې افغان مقامات په څرگنده هیله مند دي چې د افغانستان د کانونو پراخه شتمنۍ ته د امریکا پاملرنه راواړي او دا کار د افغانستان سره د ښاغلي ټرمپ د زیاتې ژمنې سبب شي.
د افغانستان د جمهور رئیس لوړپوړي سلاکار محمد همایون قیومي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې افغانستان کیدای شي د امریکایي شرکتونو پانگونې په ځانگړې توگه د کانونو په سکتور کې پانگونو ته یو مناسب ځای وي.
ښاغلي قیومي ویلي دي چې افغانستان تل امریکایي پانگونو ته په ځانگړې توگه " د لیتیم په شان د ستراتیژیکو منرالونو" په ایستلو کې لیواله دی.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د دسامبر په میاشت کې د جمهور رئیس ټرمپ سره د افغانستان د طبیعي پانگو په ځانگړې توگه د منرالونو په اړه خبرې وکړې چې د ښاغلي قیومي په وینا د ښاغلي ټرمپ حکومت ته د علاقې وړ موضوع وه.
د سپینې ماڼۍ یو مقام هم ویلي دي چې متحده ایالات د کانونو په برخه کې د پانگونې په گډون د افغانستان د ثبات لپاره دوامداره اقتصادي وده لازمي گڼي. اسوشیتدپرس ددې مقام د نوم اخیستلو پرته لیکلي چې متحده ایالاتو به د افغان مقاماتو او سوداگرو سره د خصوصي سکتور د ودې او اصلاح په هکله کار وکړي.
د افغانستان د کانونو شتمنۍ
د افغانستان د کانونو پراخو طبیعي شتمنیو ته له فقر او غربت څخه ددې هیواد د خلاصون لپاره د عمده عامل په توگه کتل کیږي چې دا هیواد وده او پرمختیا وکړي.
ددې هیواد د راتلونکې په هکله هیلې هغه وخت وغوړیدې چې په ٢٠٠٧ کال کې د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې او د افغانستان حکومت یو رپوټ خپور کړ چې په کې ددې هیواد د کانونو پراخې زیرمې د پخواني شوروي اتحاد د ترسره شویو سرویگانو په پرتله خورا زیاتې وگڼلې.
افغانستان د میسو، اوسپنې، کرومیت، سیماب، جست او د فیروزې او زمردو په گډون جوهرونه او همداشان د سرو زرو او سپینو زرو معادونه لري. په ځانگړې توگه ددې هیواد لیتیم د خاص اهمیت وړ دي چې د لیپټاپ او موبائیل تلیفونو په بطریو کې کارول کیږي.
جگړه او اداري فساد
خو د ځمکې لاندې ددغو کانونو ایستل او هغه هم په داسې توگه چې گټه یې ټول هیواد ته ورسیږي، معما بریښي. پدې هیواد کې روانې جگړې پانگوال ډارولي دي، محلي زورواکو او هم د طالبانو ډلې ته یې زمینه برابره کړې چې په غیر قانوني توگه معادونه استخراج او له دې لارې په میلیونونه ډالر وگټي.
د گلوبل ویتنس سازمان په ٢٠١٦ کال کې خبرداری ورکړ د کانونو غیر قانوني ایستل ددې هیواد جگړه تمویلوي. دې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې د بدخشان د لاجورد د معادن نوم اخیستی چې ویل کیږي محلي زورواکي، د پارلمان وکیلان او طالب جگړه ماران د هغې نه د گټې اخیستلو پر سر په سیالۍ بوخت دي چې دا کار په بدخشان کې د ناامنۍ اصلي عامل دی.
په افغانستان کې د لیتیم عمده منابع د غزنی، هرات او نیمروز په ولایتونو کې واقع شوي دي. ددې دریو ولایتونو څو ولسوالۍ د طالبانو د شتون په وجه د افغان امنیتي قواو او د طالب جنگیالیو د جگړو مرکز دي.
له بلې خوا د افغانستان د کانونو او پترولیم په وزارت کې هم گډ وډي موجوده ده. د داوود شاه صبا، له گوښه کیدو وروسته ددې وزارت څوکۍ د یو کال پورې خالې وه، تر هغه چې تیره اونۍ نرگس نهان، ددې وزارت د سرپرستې په توگه وټاکل شوه.
د کانونو او پترولیم پخوانی وزیر وحید الله شهراني هم د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې د هغه د کار پر وخت د یوې ځانگړې ستراتیژۍ له مخې د کانونو د سکتور ودې ته لاره حواره شوې او د هغه په وینا لیتیم ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.