د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان خپله پنځمه لوبه هم وبایلله خو تر تېرو یې ښه لوبه وکړه


افغانستان په دغو روانو سیالیو کې په اول ځل ۵۰ اورونه پوره ولوبول
افغانستان په دغو روانو سیالیو کې په اول ځل ۵۰ اورونه پوره ولوبول

د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې افغانستان خپله پنځمه لوبه پر کوربه انګلنډ وبایلله.

د سه شنبې د ورځې (جون۱۸) لوبه د مانچستر د اولډفورټ په لوبغالي کې وشوه. انګلنډ د پچې له ګټلو وروسته د منډو پرېکړه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۳۹۷ منډو لوړ هدف وټاکه. شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل.

د انګلنډ کپتان این مورګن ۱۴۸ منډې وکړې.

افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۷ منډې وکړې او خپله پنځمه لوبه ۱۵۸ منډو وبایلله. دا په نړیوال جام کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي چې کوي يي او اول ځل و چې افغانستان پوره ۵۰ اورونه ولوبول.

په افغان بیتسمینانو کې تر ټولو ډېرې ۷۶ منډې حشمت الله شهیدي وکړې. رحمت شاه ۴۶ او اصغر افغان ۴۴ منډې وکړې. نن ګلبدین نایب د افغانستان لپاره اوپنېنګ وکړ او په ۳۷ منډو وسوځېده.

اصغر او حشمت په ګډه د شاوخوا ۹۰ منډو ملګرتیا وکړه او دا په دغو سیالیو کې د منډو له پلوه د افغان لوبغاړو تر ټولو ښه ملګرتیا بلل کیږي.

په افغان توپ اچوونکو کې بیا ګلبدین نایب درې کسان وسوځول او پر راشد خان بیا تر ټولو ډېرې منډې وشوې. هغه په نهو اورونو کې ۱۱۰ منډې ورکړې او کوم کس یې هم ونه سوځوه.

د افغانستان شپږمه لوبه د شنبې په ورځ (جون۲۲) له هند سره ده.

XS
SM
MD
LG