د لاس رسي وړ اتصالات

غني د افغان لوبډلې د ننګې لپاره د کرکټ میدان ته تللی


ولسمشر غني د کرکټ ملي لوبډله هڅولې چې بریا خپله کړي
ولسمشر غني د کرکټ ملي لوبډله هڅولې چې بریا خپله کړي

ولسمشر غني نن دوشنبه د ( جون ۱۸) په منچستر کې د افغانستان او انګلنډ ترمنځ د کرکټ لوبه ګوري.

بریټانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې ولسمشر غني د هغه هیواد له چارواکو سره د لیدو ترڅنګ نن لوبغالي ته ورغلی ترڅو خپله ملي لوبډله تشویق او وهڅوي.

ولسمشر غني د کرکټ ملي لوبډلې غړو ته ویلي"تاسې هغه اتلان یاست، چې خپل هیواد ته مو عزت ورکړی او د خلکو پر وړاندې ځانګړی مقام لرئ".

ولسمشر غني نن دا لوبه ۹۰ دقیقې ګوري.

له انګلنډ سره تر لوبې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په منچستر کې د کرکټ ملي لوبډلې سره کتلي دي.

د ارګ اعلامیه وايي چې ولسمشر غني د کرکټ ملي لوبډلې د ښه ځلیدو او د بریا هیله کړې ده.

ولسمشر غني د کرکټ ملي لوبډلې سره کتلي
ولسمشر غني د کرکټ ملي لوبډلې سره کتلي

ولسمشر غني لوبغاړو ته وړاندې ویلي "د ښه ځلېدو او بریا ترلاسه کولو په خاطر د لوبغالي دننه او بهر ستاسې اتحاد، اتفاق او همغږي ډېره مهمه ده او زه هیله من یم چې بیا هم د افغانستان د ملت لپاره ویاړ ترلاسه کړئ".

د کرکټ په نړیوال جام کې نن افغانستان پنځمه لوبه له انګلنډ سره کوي، تر دې مخکې افغانستان له استرالیا، نیوزیلند،سریلانکا او سویلي افریقا سره لوبې کړي چې، خو تراوسه یې یوه هم ګټلې نه ده.

XS
SM
MD
LG