د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بانک: د جواز پرته شرکتونه د صرافیو او پولي خدمتونه نشي ترسره کولی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان بانک، چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي یو ځل بیا له هغو صرافیو او شرکتونو څخه، چې پولي خدمتونه وړاندې کوي غوښتي، چې ددغه بانک د کړنلارو پر خلاف د فعالیت څخه ډډه وکړي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري د یکشنبې په ورځ جولای نهم ( چنګاښ ۱۸) په یو ویډیوي پیغام کې چې د دغه بانک د ټویټر په پاڼه خپور شوی صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته یو لړ سپارښتنې کړي دي.

ښاغلي نوري ویلي: "د صرافۍ او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونه نه‌شي کولای چې له پیرودونکو څخه امانتونه واخلي، هغوی ته پور ورکړي، د اداینو سیستم عملیات برابر او د بیو لرونکو خدمتونو سندونه وړاندې کړي او همداراز د بیو لرونکو د لېږد سېستمونه وکاروي".

همداشان د افغانستان بانک ویاند ویلي، چې شرکتونه نه ‌شي کولی، چې د پیرودونکو د معاملو ثبتولو لپاره د افغانستان بانک د ټاکل شویو لارښوونو پر خلاف د ثبت غیر رسمي کتابونه وکاروي او همداراز، د هغو کسانو له لارې چې د فعالیت جوازونه نه ‌لري، په هېواد کې د صرافیو او پولي خدمتونو کړنې تر سره کړي.

خو د افغانستان بانک ویاند د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د مجاز کړنو په اړه ویلي، چې شرکتونه کولای شي چې د پیسو لېږد، د اسعارو پیر او پلور، د اسعارو لیلام په داوطلبۍ کې ګډون او نغدو پیسو سره د چک تبادله وکړي.

افغانستان کې په تیرو شلو کلنو کې بانکي سییتم ډیره وده کړې ده، خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ددغه هیواد په بانکي سیستم باندې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د لګیدلو بندیزونو له امله بانکي سیستم د ستونزو سره مخ شوی او په ځانګړي ډول خلک نشي کولی، چې د بانک له لارې پیسې بهر او یا له بهر څخه افغانستان ته انتقال کړي.

دغو ستونزو پر بانکونو باندې د خلکو باور هم ټکنی کړی دی او ډیر خلک دې ته زړه نه ښه کوي، چې په بانکونو کې خپلې پیسې د امانت په ډول کیږدي.

که څه هم په تیرو شاوخوا شلو میاشتو کې د افغانستان او د خصوصي بانکونو د هڅو په لړ کې د بانکونو ځینې فعالیتونه بیرته پیل شوي، خو لا هم هغو کسانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې مخکې یې په بانکونو کې زیاتې پیسې ایښي وې د خپلو پیسو د ترلاسه کولو په برخه کې د محدودیتونو سره مخ دي او یوازې د افغانستان بانک له خوا د لګیدلو مقراراتو له مخې په ټاکلې اندازه پيسې له بانکونو څخه ایستلی شي.

همداشان افغانستان بانک اعلان کړی، چې هرڅوک چې د هوا له لارې له دغه هیواد څخه وځي د پنځه زره امریکايي ډالرو څخه زیاتې پیسې له ځان سره نشي انتقالولی. همداشان هغه مسافر، چې د ځمکې له لارې بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي د پنځه سوه امریکايي ډالرو څخه زیاتې پیسې له ځان سره نشي انتقالولی.

پر بانکونو او د افغانستان بانک له خوا په مسافرو د پیسو د انتقال په برخه کې د لګیدلو محدودیتونو له امله ډیر خلک بهر ته د پیسو د انتقال لپاره د حوالې له سیستم څخه کار اخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون ځینې لویدیځ هیوادونه اندیښنه ښيي، چې د حوالې سیستم له لارې کیدای شي، تروریستي شبکو ته پیسې انتقال شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له وړاندې د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو څخه غوښتي، چې دغه بانک سره دې نومونه ثبت کړي او که نه د فعالیت جواز به ورڅخه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG