د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې جمعه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) ویلي چې د خپل ایراني سیال سره د هغو جرمنیانو برخلیک په هکله غږیدلې چې په ایران کې بندیان دي.
د وزارت په اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې ویل شوي چې میرمن آنالینا بایرباک د امیر حسین عبداللهایان سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او د جرمنیانو قونسلي قضیو په هکله غږیدلي دي.
په ایران کې د بندي جرمني اتباعو شمیر دقیق ندی څرګند خو په ایران کې د دې بندیانو کورنیو ته د تیرو دریو کالونو راپدیخوا ویل شوي چې د دې بندیانو په هکله خبرې د تړلو دروازو تر شا روانې دي ځکه چې په عامه توګه د موضوع په هکله خبرې د یرغمل شویو کسانو ژوند په خطر کې اچوي.
د جمشید شرمهاد په نامه په خټه ایرانی جرمن د ۲۰۲۰ کال د جولای په میاشت کې ایراني چارواکو وتښتاوه او د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال په پیل کې په "ځمکې کې د فساد" خپرولو تور له کبله په اعدام کیدو محکوم شو.
د ایران سترې محکمې هم د اپریل په میاشت کې په شرمهاد د اعدام کیدو سزا تائید کړله.
د ایران د چارو څارونکي وايي، د ایران حکومت غواړي د نورو هېوادونو د اتباعو په تېره بیا د دوه ګوني تابعیت لرونکو په نیولو سره له نورو هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې ګټه واخلي.
د متحده ایالاتو په ګډون ډیری لویدیځو هیوادونو په پرله پسې توګه د دوه ګونی تابعیت لرونکو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران ته سفر له خطر سره مل دی او له دوی یې غوښتي چې دغه هېواد کې هان د خپلو کورنۍ لیدنې لپاره، ځان دي په خطر کې نه اچوي.
د جرمني او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو دا خبرې داسې مهال کړي چې د ایران سره د پالیسي له کبله د جرمني په چاراکو فشارونه ډیر شوي.
په خټه ایرانۍ امریکایۍ فعاله مسیح علي نژاد وایي تیره اوونۍ لدې کبله د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوې غونډې څخه ووته چې ورته وویل شول په غونډې کې بحثونه باید محرم وساتل شي.
خو بل پلو بیا د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران رژیم په هکله دیځ یې روښان دی او په کوم ځای کې چې د بشري حقونو څخه سرغړاونې کوي، غندي یې.
ایران تر اوسه د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې سره د خبرو په هکله څه ندي ویلي.
فورم \ دبحث خونه