د تاجکستان د اسلامي مرکز عالمان وايي د جنسي کمزورتیا ضد درملو خوړل شرعي ستونزه نلري.
د دغه مرکز یو شمېر دیني عالمان او مفتیان ناست دي او هره ورځ پر انټرنټ او انلاین باندې په کورنیو مسایلواو نورو برخو کې د خلکو بېلابېلې پوښتنې ځوابوي.
سلدنافیل چې سوداګریز نوم یې وایګرا ده د جنسي قدرت درمل ګنل کیږي. د دغه درملو د کارولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د تاجکستان اسلامي مرکز ویلي "که اړتیا وي او د انسان روغتیا ته زیان ونه رسوي، وایګرا (د جنسي کمزورتیا درمل) خوړل ستونزه نلري."
تاجکستان شاوخوا نهه میلیونه نفوس لري او حکومت یې هڅه کوي چې ملایان وهڅوي خلکو ته دیني مسایل روښانه کړي.
حکومت هڅه کوي چې پر ملایانو خپل کنترول وساتي او په یو تازه اقدام کې یې هغه امامان له دندو شړلي چې په بهر کې یې دیني زده کړې کړې وې او د ږېرې د اندازې په اړه یې محدودیتونه لګولي وو.
وایګرا ټابلیټ چې څه باندې یوه لسیزه مخکې بازار ته راووت د نړۍ په کچه ډېر کارول کیږي. د واشنګټن پوست د راپور په حواله په کابل کې له ۲۰۰۳ راپدیخوا وایګرا ټابلیټونه خرڅیږي او تر ډېره مسن او په جنسي لحاظ کمزوري نارینه یې کاروي.
د واشنګټن پوست راپور دا هم وايي چې د سي آی اې کاروونکو د معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر په افغانستان کې ځینو قومي مشرانو ته هم دا ګولۍ ورکړې دي.