د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې د لمرګلي کښتونه د نباتي مرض له امله زیانمن شوي – کروندګر


په بلخ کې د لمرګلي کښتونه د نباتي مرض له امله زیانمن شوي – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

په بلخ کې کروندګر وايي چې سږ کال د لمرګلي حاصلات د یو ډول نباتي مرض له امله سخت زیانمن شوي دي. ددغه ولایت د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر، محمدزیب، چې په لس جریبه ځمکه یې لمرګلي کرلي وو، وایي چې د تېرو څو کلونو په پرتله سږ کال د لمرګلي حاصلات څو چنده کم شوي دي.

دا پداسې حال کې دی چې په بلخ کې د کوکنارو په کرکېله د بندیز وروسته، په دغه ولایت کې د لمرګلي کر زیات شوی، خو کروندګر سږ کال له حاصلاتو خوښ نه دي. محمدزیب، چې اوس د خپلو لمرګليو د حاصلاتو په راټولو بوخت دی، امریکاغږ ته وویل، چې پروسږکال یې له یو جریب ځمکې تر ۵۰۰ کیلوګرامه زړي ترلاسه کړي وو او د حاصلاتو بیې هم په بازار کې ښې وې، خو سږ کال، د حاصلاتو د کمښت تر څنګ، بیې هم ټیټې شوې دي.

محمدزیب زیاتوي چې د لمرګلي پر کښت یې دوا پاشي کړې وه، خو بیا هم د نباتي مرض له امله نیم کښت یې زیانمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG