د فرانس پرس اژانس د یکشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ ۱۱) راپور ورکړی چې په بدخشان کې د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې منسوبینو د کوکنارو د کرلو په تور تر ۱۰۰ زیات کسان نیولي دي.
په دغه ولايت کې د طابانو د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې مدير شفيق الله حافظي ویلي چې دغه کسان د بدخشان د مختلفو کلیو اوسیدونکي دي او د کوکنارو د کرلو پر مهال د نشهيي موادو سره د مبارزې ریاست د ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.
حافظي زیاته کړې: "دغه کسان له اړوندو دوسیو سره د بدخشان ابتدائیه محکمې ته معرفي شوي دي چې په قانوني توګه محاکمه شي."
طالبانو په داسې حال کې د کوکنارو د کرلو په تور د دغو کسانو د نیول خبر ورکړی دی چې روانه اونۍ ملګرو ملتونو د افغانستان د نشهيي موادو په اړه په خپل تازه راپور کې وویل چې په ۲۰۲۴ کې په دغه هېواد کې د کوکنارو کښت او د اپنیو د تولید کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۴ کې په افغانستان کې د اپینو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوي. همداشان دغې ادارې ویلي چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي و چې د تېر کال په پرتله په کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دا راپور رد کړی او بې اساسه یې بللی دی.
ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره چهارشنبه په یوې اعلامیه کې وویل: "د کورنيو چارو وزارت د يادې ادارې وروستۍ څرګندونې او ادعا په کلکه ردوي او له حقيقته يې لرې ګڼي."
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همداشان په نړیوالې ټولنې انتقاد کړی چې له نشه یي توکو سره په مبارزه کې یې یوازې پریښي دي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرلو او د اپینو پر کاروبار باندې بندیز لګولی وو، چې له امله یې په ۲۰۲۳ کال کې د اپینو تولید او د کوکنارو کښت کې تر ۹۵ فیصدو پورې کموالی راغلی وو.
فورم \ دبحث خونه