د لاس رسي وړ اتصالات

هند له افغانستان څخه د دریو ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۱ (مرغومی ۲۱مه) له هند څخه د دریو شل اووریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۶ ویکټو په توپیر ماته ومنله.

د نننۍ شل اوریزې لوبې پچې له ګټلو وروسته، هند، افغان لوبډلې ته لومړۍ د بیټینګ بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورنو او د پنځو لوبغاو په سوځېدو سره یې هند لوبډلې ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.

په نننۍ لوبې کې افغانستان لپاره محمد نبي تر ټولو ډیرې په ۲۷ توپونو د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو پرمټ ۴۲ منډې وکړې. همدارنګه لوبډلمشر ابراهیم ځدران ۲۵ منډې، رحمن الله ګربز ۲۳ منډې او عظمت الله عمرزي ۲۹منډې وکړې.

هند دغه هدف په ۱۸م اوور کې د یوازې څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي مجیب ځدران دوه او عظمت الله د مخالف لوري یوه ویکټه واخیستله.

د هند لپاره موکیش کمار او اکسریر پټیل، دوه دوه ویکټې او شیوام دوبی بیا یوه ویکټه واخیستله. همداراز، روي بشنوی تر نورو زیاتې په دریو اوورنو کې ۳۵ منډې وکړې. موکیش کمار، ارش دیپ سینګ او واشنګټن سنُدر بیا په ترتیب سره ۳۳ ، ۲۸ او ۲۷منډې ورکړې.

دا لومړۍ ځل دی چې دواړه هېوادونه په خپلو کې د شل اوریزو لوبو دا ډول لړۍ کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه لوبه د هند په انډور او درېیمه لوبه یې په بنګلور کې ده. افغانستان دغو سیالیو ته د ۱۹ لوبغاړو نوملړ «سکواډ» اعلان کړی دی.

راشد خان چې څه موده مخکې په انګلنډ کې د ملا عملیات وکړل، هم په دغه لست کې شامل دی او تمریناتو کې یې برخه اخیستې ده، خو راپورونه وايي چې هغه به په دغو سیالیوکې ونه شي لوبېدای.

هند بیا د روهیت شرما په مشرۍ د ۱۶ لوبغاړو نومونه خپاره کړي دي.

تر لوبې یوه ورځ مخکې د هند رسنیو د دغه هېواد د کرکټ د لوبډلې روزونکي راهول ډرایویډ له خولې راپور ورکړ چې ویرات کوهلي به د «ځينو شخصي چارو» له کبله ونه شي کولای د افغانستان سره په لومړۍ لوبې کې ولوبېږي، خو په دویمې او درېیمې لوبې کې به وي.

هند او افغانستان تر دې دمه څلور ځلې په نړیوالو لوبو کې سره مخامخ شوي چې ټولې لوبې هند ګټلي‌دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له هند څخه وروسته به د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې به افغانستان د سري لانکا سره یوه د ټست، درې یوه ورځنۍ او درې شل اویزې سیالۍ لري. همدغه راز د مارچ په میاشت کې له ایرلنډ سره هم د لوبو همدا ډول یوه لړۍ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG