د لاس رسي وړ اتصالات

هند له افغانستان سره دریو شل اوریزو سیالیو ته لوبغاړي‌ اعلان کړل


د افغانستان او هند ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ د پنجشنې په ورځ
د افغانستان او هند ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ د پنجشنې په ورځ

د جنوري په ۱۱ نېته به د هند او افغانستان ترمنځ په لومړي ځل د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل شي.

هند نن یکشنبه جنوري اوومه (مرغومې۱۷) د دغو سیالیو لپاره د خپلو ۱۶ لوبغاړو نوملړ (سکواډ) اعلان کړ. کپتان یې روهیت شرما دی او بل مشهور لوبغاړی ویرات کوهلي هم په کې لوبه کوي.

د هند د لوبغاړو په نوملړ کې نهه اته توپ وهونکي او اووه توپ اچوونکي شامل دي.

افغانستان تېره ورځ د ۱۹ لوبغاړو نوملړ خپور کړ. د افغانستان د شل اوریزو سیالیو کپتان راشد خان د ملا عملیات کړي او لا هم لوبو ته برابر نه دی.

ابراهیم ځدران د افغانستان د لوبډلې کپتان ټاکل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې افغان لوبغاړي د هند موهالي ښار ته رسېدلي دي.

دا لومړی ځل دی چې دا دوه هېوادونه په خپلو کې د دریو شل اوریزو سیالیو دا ډول لوبې کوي. دا لوبې د جنوري په ۱۱، ۱۴ او ۱۷ نېټو کې د هند په دریو بېلا بېلو ښارونو کې کېږي.

دا لوبې داسې مهال کېږي چې د جون په میاشت کې به ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالۍ پیلېږي. دا سیالۍ په ویسټ انډیز او امریکا کې دي چې افغانستان هم په کې ګډون کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG