په نشه يي توکو یو روږدی بشیر احمد چې د هلمند اوسیدونکی دی او د څلور کلونو راپدېخوا په مخدره موادو روږدی دی، وايي، د مخدره موادو له امله یې حتی خپل اولادونه هم هیر شوي دي.
په نشه يي موادو یو شمیر روږدي چې اوږده موده یې د نشه يي توکو له کارولو وتي دي وايي، چې په کراتو یې درملنې شوې دي خو بیا هم ندي توانیدلي چې نشه يي مواد پریږدي او بیرته ټولنې ته روغ ستانه شي.
په مخدره موادو روږدی ابراهیم چې اوسمهال په کابل کې اوسيږي وايي، هغه مهال چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و، په مزدورۍ کې سخت کار ددې لامل شو چې دی په نشه يي توکو روږدی شي.
د کوکنارو یو پخوانی کروندګرچې پدغه بوټي د کر د بندیز وروسته یې د کوکنارو کښت پريښی وايي، د کوکنارو په کر کې ګټه ډیره وه او له هغه راهیسې چې ترکاري کري ګټه ترې چندان نه اخلي.
په کابل ښار کې په نشه يي توکو روږدی محمد طاهر وايي، چې له پنځلسو کلونو راهیسې نشه يي توکي کاروي او دا چې معتاد دی نو خلک ورته په بد نظر ګوري او ډیر کله ترې خلک کرکه کوي.
د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب د کلي اوسیدونکی جاوید چې له تیرو اتو کلونو راپدیخوا په مخدره موادو روږدی دی وايي، چې په ایران کې د مزدورۍ په مهال په نشه يي توکو روږدی شوی او لا تراوسه ندی توانیدلی چې نشه پریږدي خو که اوس ورته د درملنې زمینه برابره شي نو د نشې د پریښودو تکل یې کړی دی.
د شهریار خان په نوم په نشه يي توکو روږدی چې له تیرو ۸ کلونو راهیسې په نشه يي موادو معتاد او اصلا د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، تمه لري په خپله سیمه لوګر کې یې د درملنې مرکزونه جوړ شي ترڅو درملنه یې د خپلې کورنۍ تر مستقیم نظارت لاندې وشي.
که څه هم کابل کې د کوکنارو او چرسو کر یوازې په څو محدودو سیمو کې کیږي او بزګران یې تر ډیره نور کښتونه کوي خو اوس دغه کروندګر له خپلو حاصلاتو خوښ ندي او وايي، چې نه یوازې حاصل یې ښه ندی بلکې مارکیټ یې هم غورځیدلی دی.
په مخدره موادو یو روږدی رشید چې اصلا د ننګرهار اوسیدونکی دی او اوس په کابل ښار کې بې سرپناه معتاد دی وايي، چې خپل ماما یې په نشه يي موادو اخته کړی او لامل یې دا و چې په کورنۍ کې یې لانجې ډیرې وې او تاوتریخوالی وو.
د میوند په نوم په نشه يي موادو یو روږدی چې اوسمهال په کابل ښار کې په کوڅو او مخروبه ځایونو کې ګرځي او نشه يي مواد کاروي وايي، کله چې څلور کاله وروسته خپل کور ته لاړ وړه لور یې ونه پيژنده او نشه يي موادو له خپلې کورنۍ جلا کړی دی.
د میوند په نوم په نشه يي موادو یو روږدی چې اوسمهال په کابل ښار کې په کوڅو او مخروبه ځایونو کې ګرځي او نشه يي مواد کاروي وايي، کله چې څلور کاله وروسته خپل کور ته لاړ وړکۍ لور یې ونه پيژنده او نشه يي موادو له خپلې کورنۍ جلا کړی دی.
د سلیمان راحل په نوم د ډارمو او تیاتر یو ممثل وايي، چې د ټولنې ناخوالې په تیره بیا د نشه يي توکو د زیانونو په اړه ویډیوګانې جوړوي او د خپلو تمثیلي ټوټو له لارې په عامو خلکو کې پوهاوی رامنځته کوي.
په نشه يي موادو یو روږدی چې رسول نومیږي او خپل ماما په لومړي وار نشه يي موادو ته تشویق کړی وايي، چې که حکومت د نشه يي موادو خرڅونکي د مخدراتو له پلورلو بند کړي نو د هغه په ويناء استعمالونکي یا معتادین خپله د نشه يي موادو استعمال پریږدي.
په غزني کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د چرسو له کرلو یې ډډه کړې ده خو د وچکالۍ له امله نور کښتونه یې هم سم حاصل نه ورکوي او په مقابل کې یې مؤسسو خپلې مرستې درولي او حکومتي پروګرامونه هم نشته دي.
د وکیل په نوم په نشه يي موادو روږدی چې اوس په کابل کې د پلونو لاندې نشه يي مواد کاروي او اوسي وايي هغه مهال چې په ایران کې یې کار کاوه او کار یې سخت وو نو د وجود د نرمولو لپاره یې نشه يي مواد کارول چې اوس پوخ معتاد شوی دی.
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ یو شمیر کروندګر او باغداران پدغه ولسوالۍ کې د زراعتي کلینیک او متخصصنو له نشتون سره ټکوي او وايي، باغونه یې چې له ګڼو مرضونو سره مخ شي داسې څوک نه وي، چې مناسبې مشورې ورکړي.
پداسې حال کې چې د خوړو او کرهڼې نړیوالې ادارې له اړمنو کروندګرو سره د نړیوال بانک د تازه ۱۵۰ ملیونه ډالرو مرستو هرکلی کړی دی، یو شمیر کروندګر او باغداران وايي، چې حاصلات یې تر لګښتونو کم دي او جدي مرستو ته اړتیا لري.
جمیل په نوم د نشه يي موادو یو پخوانی روږدی چې اوس له درملنې وروسته روغ شوی وايي، چې د اعتیاد په پریښودو یې بچي ډیر خوشاله دي او له ده غواړي چې بیا نشو ته مخه نه کړي.
د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې په مخدره موادو یو روږدی وايي، سره له دې چې څو ځله یې درملنه کړې ده خو د بې کارۍ له امله بیا په نشه يي توکو راغلی او له نشو ندی خلاص شوی.
د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ یو شمیر کروندګر وايي، کله یې چې رسیدلي باغونه حاصل ته ورسیږي نو د میوو پیردونکي یې کم شي او د کال ټوله خواري یې د میوو د مارکیټ د نشتون له امله بې ځایه شي.
نور پورته کول