که څه هم کابل کې د کوکنارو او چرسو کر یوازې په څو محدودو سیمو کې کیږي او بزګران یې تر ډیره نور کښتونه کوي خو اوس دغه کروندګر له خپلو حاصلاتو خوښ ندي او وايي، چې نه یوازې حاصل یې ښه ندی بلکې مارکیټ یې هم غورځیدلی دی.
بسم الله د کابل د بګرامیو د ولسوالۍ د شیوکیو د سیمې اوسیدونکی دی. هغه په خپله کرونده کې یې ترکاري کرلې او وایې چې د کوکنارو او بنګو د کرولو څخه د همیش له پاره ډډه کوي، ځکه د کوکنارو او د بنګو ګټه حرامه ده.
همداسې بسم الله وایې، په تیرو وختونو کې یو شمیر کروندګرو دلته کوکنار او چرس کرل خو د اکثرو د کورنيو غړي په نشه يي موادو اخته شول نو اوس هیڅ کله د نشه یې توکو کرکېلې ته څوک زړه نه ښه کوي.
بسم الله وویل:" کوکنار او چرس خو اوس هم ګټه لري چې یې وکرې او هغه وخت یې هم ګټه لرله خو د کوکنارو یوه خبره ده چې دا پیسه یې حرامه ده نو زه خو یې پخپله نه کرم. خو مقصد خبره داده چې دغه شیان ګټه لري د پیازو او رومیانو نه د چرسو او اپینو ګټه ډېره ده، مونږ دېته ترجیح ورکړې. پخوا وخت کې به خلکو دغه کرل په دې پټیو کې به یې چرس یا اپین کرل، په هغه وخت کې به داسې هلکان پکې نېشه یان شول پکې پوډریان شول، بس دغه لامل یې هم ډېر بد دی، د دې چرسو او اپینو؛ نو اوس خلک یې هم په دې علاقه کې دومره نه کري دلته خو حکومت هم بند کړي او خلک یې هم اوس نه کري."
بسم الله وایي، کیمیاوي سرې زیاتې قیمته دي او دهقانان نشي کولی چې د خپلو ځکمو حاصلات په ښه بیه خرڅ کړي.
دی وایي، یوه بوجۍ سپینه سره تر ۳۰۰۰ او توره سره تر ۶۰۰۰ افغانیو پورې خرڅیږي نو د قیمتۍ په دلیل بزګر خپل لګښتونه نشي پوره کولی.
بسم الله وویل:" پخوا به یوه بوجۍ کود په دوه زره یا یو ویشت سوه روپۍ وو اوس یوه بوجۍ تور کود ورکوي په شپږ نیم زره او سپین کود ورکوي په درې زره روپۍ نو چې پخوا په یوولس سوه روپۍ وو نو اوس خو داسې ده چې واره نه کوي چې ښه بازار ونه لري سر په سر راځې یوه روپۍ هم فایده نه کوي."
بسم الله وایې، که حکومت او یا مؤسسسات د بزګرو سره د اصلاح شوی تخمونو او سرو کمکونه ورکړي، نو د بزګرو سره به لوی کمک وي او د بلې خوا به د کوکنارو او بنګو له پاره به ښه بدیل هم وي.