د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ یو بزګر وايي، چې سیمې یې غرنۍ دي او د وچکالۍ له امله یې باغونه سم حاصل نه ورکوي نو له حکومتي او او غیري حکومتي ادارو د مرستو غوښتنه کوي.
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ یو بزګر عبدالدیان وايي، کله چې نوی تحول راغی او طالبان واک ته ورسیدل ده پکې د ماین پاکۍ دنده له لاسه ورکړه او اوس یې خپلو ځمکو او باغونو کرلو ته شروع کړې خو ګټه ورته نه کوي.
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ یو کروندګر وايي د چرسو او کوکنارو کر ددغې ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې کروندګر پوروړي کړي او د پورونو له لاسه اوس تښتيدلي دي.
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی نبي خان وايي، له لس کلنۍ په نشه يي توکو روږدی شوی.
په نشه يي توکو روږدی اکبر وايي، چې پخوا یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده درلوده او له هغه راهیسې چې طالبانو او ایراني عسکرو سخت وواهه له ډیرو دردونو له امله په نشه يي توکو روږدی شو.
بلال د غزني د مقر ولسوالۍ هغه معیوب بزګر دی چې تر تېر کاله پورې هم د نشه يي توکو کر کېله کوله خو وایې سږ کال یې د کوکنارو کر کېله په خپله خوښه نده کړې او اوس په خپل باغ کې مصروف دی.
د مدینې په نوم یوه میرمن ادعا کوي چې خاوند، پلار او دوه وروڼه یې ټول په نشه يي موادو روږدي دي او د خاوند د اعتیاد له امله نه د خاوند په کور کې ځای لري او نه هم ورته پلرګنۍ سرپناه ورکړې ده.
د لوګر ولایت اوسیدونکی جنت ګل وايي، له تیرو څلورویشتو کلونو راهیسې په نشه يي توکو روږدی دی. جنت ګل وايي په لوګر کې خلک پوهیږي چې معتاد دی خو ځوروي یې نه ولې په کابل کې لوستي او نا لوستي او ان ماشومان ور پورې ملنډې وهي.